آيا د کاري تجربې له لرلو پرته دنده ترلاسه کولای شو؟

۲۳ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۰۸ ق.ظ -

۱۲

لیکنه: عثمان همیم

د دندې ترلاسه کول په اوسني وخت کې یوه ستړي کوونکې او ځینې وخت ناهیلي کوونکې چاره ده خو دا چاره ناممکنه ده. کلک هوډ، په ځان باور او زیار ایستل هر ناممکنه چاره ممکنه کوي. د د لپاره چې څنګه وکولای شو ښه دنده تر لاسه کړو یو لړ هلو ځلو ته اړتیا ده چې تر ټولو لومړی یې د همدې لیکنې لوستل دي او تاسو د د لیکنې لوستلو ته په مینه رابولم.

د دندې د پیدا کولو لپاره هر څوک لارښوونې ته اړتیا لري خو تر ټولو لومړی مستحق یې له پوهنتونونو څخه نوي فارغان دي ځکه دوی له یوه تحصیلي سند سره میدان ته راوزي او هېڅ کاري تجربه نه لري. (لولي ډسکل، Lolly Daskal) د لیدرشیپ استاده او مشاوره ده هغه نویو فارغانو ته مشوره ورکوي تر څو دنده تر لاسه کړي؛ هغه وایي: لومړی تر هر څه په یاد ولرئ چې ټول خلک له صفر نه شروع کوي او هېڅ تجربه نه لري نو تاسو یوازې نه یاست! نوموړې زیاتوي: کله چې تاسو له پوهنتونه نوي فارغې کېږئ او د دندې په لور ګام اخلئ نو خامخا به د ډار احساس کوئ. د تجربې په نه لرلو سره د دندې لټول ستړي کوونکي دي خو د یو څه زیار، ډېرې هیلې او په ځان باور سره دا چاره ممکنه کېدای شي.

په لاندې ډول کولای شئ چې دغه هدف ته ځان ورسوئ:

خپل واقعیت ومنئ: دا ومنئ چې تاسو کاري تجربه نه لرئ او کوم دفترونه چې تاسو خپله سي وي (CV) ورته لېږئ په د واقعیت پوهیږي، هغوی له تاسو څخه دا تمه نه لري چې له تجربو ډکه سي وي ورولېږئ بلکه ښه خبر دا ده چې په خپله سي وي کې ولیکئ چې زه کاري تجربه نه لرم او دا زما لپاره د زده کولو او کاري محیط سره د بلدیت لپاره مهم تشویقي عامل بلل کیږي، همدا راز ځينې ژوندي مثالونه ولیکئ چې د زده کولو او پرمختګ سره ستاسو د مینې او تعهد ښکارندويي کوي. هغه خلک چې نوي فارغان په دندو ګوماري د داسې خلکو په لټه کې دي چې زیار ایستونکي وي او د نویو څیزونو له زده کولو سره مینه ولري.

خپل مهارتونه وپېژنئ: د هغه مهارتونو چې ستاسو له دندې سره تړاو لري لېست جوړ کړئ لکه د کمپیوټر مهارتونه، تخنیکي مهارتونه، د ارتباطاتو مهارتونه، د څېړنو مهارتونه، د ستونزو د حل مهارتونه او داسې نور. په سي وي کې د دغه وړتیاوو لیکل ډېر اړین دي او دا مو د دندې په تر لاسه کولو کې ډېره مرسته کولای شي.

له دندې سره رابطه جوړول: کله چې تاسو یوې دندې ته غوښتنلیک لېږئ، تاسو باید یو دلیل له ځان سره ولرئ او دا باور جوړ کړئ چې یاده دنده تر سره کولی شئ. له دندې سره خپله رابطه وڅېړئ او خپله رسمي او غیر رسمي تجربه وګورئ تر څو ځان ته دا قناعت ورکړئ چې دا دنده ستاسو لپاره مناسبه ده کله مو چې دا پروسه تر سره کړه بیا تاسو د دندې څښتن یا دنده ورکونکي ته هم ډېر ښه قناعت ورکولی شئ چې ولې تاسو د دغه دندې لپاره وړ یا مناسب کس یاست.

نرم مهارتونه مو وکاروئ: نرم مهارتونه هغه څه دي چې نورو ته نه ښودل کیږي خو باید په هر انسان کې موجود وي لکه؛ ښه ملګرتوب، مسلکي توب، په وخت ځواب ورکول او نور. دا هغه څه دي چې تاسو له نورو ځانګړي کوي او د دندې په پیدا کولو کې له تاسو سره مرسته کوي. اوس مهال د سي وي جوړول، مرکه کول او نور هم په نرمو مهارتونو کې راځي خو مسایلو ته د همدغه لیکنې په آخر کې تفصیلي اشاره شوې.

خپل ارزښت وپېژنئ: دا سمه ده چې تاسو به تجربه نه لرئ خو تنها تجربه نه ده چې تاسو د د وړ ګرځوي تر څو یو څوک دنده درکړي بلکه که تاسو خپله مخینه وګورئ نو حتما به مو داسې یو فعالیت ترسره کړی وي چې په هغه سره موسساتو یا دفترونو ته قناعت ورکړئ چې تاسو د بېلابېلو دندو د ترسره کولو وړتیا لرئ.

په ځان باور ولرئ خو له ځانه راضي مه اوسئ: د د مانا دا ده چې کله مرکه ورکوئ دومره باور په ځان ولرئ چې مقابل لوری مو قانع شي چې تاسو دا دنده ترسره کولی شئ خو په عین حال کې دا پیغام هم ورته ورسوئ چې تاسو د زده کولو لېوالتیا لرئ او یو متعهد او زیارکښ کارمند به جوړ شئ.

د شبکې او روابطو جوړول: د دندې په پیدا کولو کې له بېلابېلو اشخاصو سره روابط جوړول او د هغه ساتل ډېر مهم رول لري، له بېلابېلو اشخاصو سره رابطه جوړه کړئ او بیا مو رابطه وپالئ. دا رابطه کېدای شي په خواله یا ټولنیزو رسنیو کې جوړه کړئ، کېدای شي په مهمو علمي او مسلکي غونډو کې یې جوړه کړئ او یا هم بله داسې لار چې تاسو ته په نظر درځي.

زدکړې جاري وساتئ: تقریبا په توله نړۍ کې د یوې ښې دندې تر لاسه کول د انګلیسي ژبې تر زدکړې پرته ممکنه نه دي نو لومړۍ توجه مو د انګلیسي ژبې زدکړې ته ورکړئ، ورپسې د خپلې رشتې اړوند زدکړې او مهارتونه زده کړئ د مثال په ډول که تاسو په مالي چارو کې زدکړې کړې وي نو اړینه ده چې د محاسبې اضافي کورسونه تعقیب کړئ، د Quick Books پروګرام زده کړئ او یا هم که مو اقتصاد کې زدکړې کړې وي او د څېړنو او احصائیې په برخه کې دنده تر سره کوئ نو ښه ده چې SPSS پروګرام زده کړئ او د څېړونو تکنیکونه او نور اړونده زدکړې وکړئ یا هم که تاسو له اقتصاد نه فارغ یاست او غواړئ چې د پروژې د مدیریت په برخه کې کار وکړئ نو د Project Management اړوند کورسونه مثلا PMP Certification وکړئ. که تاسو صرف د پوهنتون په زدکړو اکتفا وکړئ او نور مهارتونه تر لاسه نه کړئ خصوصا انګلیسي ژبه او همدا راز ځان په تکنالوجۍ سمبال نه کړئ نو ښه دنده څه چې بیخي دنده نشته!

رضا کارانه دندې پیل کړئ: که چېرته دنده نه درته پیدا کیږي له معاش پرته کار وکړئ! دا کار به له تاسو سره مرسته وکړي چې له یوې خوا کاري تجربه تر لاسه کړئ او له بلې خوا به مو د روابطو په جوړولو کې پوره مرسته درسره وکړي.

واقع بینانه واوسئ: خپلې تجربې او مهارتونو ته په کتو سره داسې دندې ته غوښتنلیک ولېږئ چې د تاسو لپاره ډېره مناسبه وي. اوس مارکېټ ډېر ذیق دی یعنې د هر پوست د اعلانېدو سره سم غوښتنلیکونه د سېلاب په شکل ور وران وي نو تاسو باید وکنسي دومره دقیقه ولولئ چې د هر یوه مهارت سره یې ځان عیار کړئ او د دندې ورکونکي دفتر توجه ځان ته جلب کړئ، د مثال په توګه که تاسو د خصوصي سکتور ( ان جي او یا هم شرکتونو) په مالي برخه کې یو څه تجربه ولرئ او یا هم په د اړه مالومات یا پوهاوی ولرئ او تاسو د دولتي پروژې د مالي اسیستانت پوست ته غوښتنلیک ورکړئ له شک پرته به یو ښه کاندید و نه اوسئ، اول به امتحان ته شارت لېست نه شئ که شارت لېست شوئ بیا به له خپل امتحان نه ښه نتیجه تر لاسه نه کړئ. نو ډېره هڅه وکړئ چې ډېر اړونده پوستونو ته اپلای وکړئ.

د دندې تر لاسه کول دوامداره هڅو ته اړتیا لري او په د لار کې ځان ماتې خوړلی مه احساسوئ، ځکه چې څومره ځان ماتې خوړلی احساس کړئ په همهغه اندازه به ډېر ناهیلی او ماتېږې. هره ورځ د دندې د پیدا کولو لپاره یو کار وکړئ او دا منډې ترړې بېهوده مه بولئ بلکه یوه تجربه یې وبولئ او له هغه نه یو څه زده کړئ. هر امتحان او هره مرکه تاسو ته ډېر څه در زده کوي.

په آخر کې، ځانونه د هغه چا په ځای کې واقع کړئ چې تاسو استخداموي. په تاسو کې داسې څه دي چې دنده ورکونکی دفتر هغه ته خوشاله شي؟ د د ځواب له تاسو سره دی او د د شروع ستاسو د غوښتنلیک نه کيږي، ستاسو سي وي چا جوړه کړې آیا هغه مو له یوه تجربه لرونکي ملګري سره شریکه کړې؟ تاسو امتحان ته په وخت ورځئ که ناوخته؟ آیا انټرفیو یا مرکې ته کوم کالي آغوندئ؟ همهغه د کوڅې په شان مو څادر په سر تړلی وي په ګونځو کالیو او په خاورو پټو بوټونو کې که مو دریشي اخستیې او بوټونه مو رنګ کړي وي؟ آیا په مرکه کې خو به غوسې نه کوئ؟ سوال او ځواب دوستانه دی که په جنګ؟ د موضوع اړوند خبرې کوئ که د سرمنګسک کیسه ورته کوئ؟ کله چې درته ووایي څومره معاش غواړئ دا خو به نه وایئ چې هر چه بیشتر خوبتر؟ دا ټول هغه څه دي چې تاسو د دندې خاوند کولای شي دا جدي ونیسئ.

په آخر کې یو ښه زېری درکوم هغه دا چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ډېره ټیټه ده او تاسو ټولو ته دندې ورکونکي دفترونه سترګې په لار دي، ورشئ او دندې مو تر لاسه کړئ! ښه چانس

اخځلیک: www.fastcompany.com

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .