آیا د رحم سرېښوالی د شنډوالي سبب ګرځي؟

۲۱ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۳۰ ب.ظ -

۴

لیکنه: ډاکټره وسیمه شهزاد جلیل د رحم سرېښوالی یوه نسبتا شایع او پراخه ناجوړي ده چې د بېلابېلو سببونو څخه منځ ته راځي چې که په وخت یې درملنه ونشي نو د شنډوالي او پرله پسې نقصانونو ( Abortion)سبب هم ګرځي.

ولې د رحم سرېښوالی منځ ته راځي؟

یو مهم عامل یې عفونت او انتان دی.

بل سبب یې د رحم متکرر او یا هم خشن او ژور کورتاژ دی چې د رحم مخاطي لایه یا برخه له منځه وړی.

بل سبب یې هم د فالوپین ټیوب جراحي ده.

د فیبروم، کیسټ، مایوما او هغه جراحۍ چې په لګن خاصره (Pelvic)کې تر سره کیږي.

د رحم سرېښوالی کومې نښې لري؟

که داسې د رحم سرېښوالی پېښ شي نو.ممکن شنډوالی منځ ته راوړي ځکه چې رحم د هګۍ د خښېدلو (Implantion) ځای دی چې د ژوبلېدلو سره یې د حمل اخیستل یا په رحم کې د هګۍ ځای پر ځای کېدل د ستونزې سره مخ کیږي.

همداراز کېدی شي میاشتنی عادت ورک شي، د خېټې لاندنۍ برخه دردونه ولري او پرله پسې نقصانونه رامنځ ته کړي.

درملنه یې څه ده؟

د رحم د ننه یوه آله (وسیله) ځای پر ځای کیږي تر څو رحم خلاص او سرېوالی ایسته کړی او همداراز هورمون ورکول کیږي تر څو بیا دا سرېښوالی منځ ته نشي.

د رحم د سرېښوالي درملنه سل په سلو کې نده خو پورتنۍ یادونې مرسته کولی شي. دوه میاشتې موده غواړي تر څو د رحم د ننه لایه بېرته ترمیم او جوړه شي او وروسته دا پروسه پر مخ یووړل شي. دا یو بریالی پروسیجر دی که په همدې کړنلاره پر مخ لاړ شئ.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .