اتمر د اروپايي ټولنې له سفيرانو سره پر سوله خبرې کړي

۲۲ دلو , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۴۲ ب.ظ -

د سولې او اعتدال ټيم له دفتره رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د ملي امنيت پخواني سلاکار حنيف اتمر کابل کې د اروپايي ټولنې له سفيرانو سره ليدلي دي.

خبرپاڼه کې ويل شوی دي، نوموړي په ياده ليدنه کې راتلونکو ټاکنو، سولې پر بهير او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

اتمر دغه راز زیاته کړې، د انتخاباتي نظام د اصلاح له‌ پاره چې د ولسمشرۍ ریاست نوماندانو کومه طرحه ارګ ته لېږلې، ولسمشر باید هغه په پام کې ونیسي.

۱۰۷ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed