احدي: له حکومت سره د انتخاباتو د شفافیت طرحه نشته

۲۶ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۳۴ ب.ظ -
په انتخاباتو کې د نوم لیکنې لپاره پر تذکرو او د تذکرو پر کاپیانو د انتخاباتي سټیکرونو پر لګولو په کمېسیون او حکومت کې د نظر تر اختلافاتو وروسته د حکومت یوشمېر مخالف سیاسي جریانونه هم دغه کار په لوی لاس درغلیو ته لار برابرول بولي. د افغانستان د نوې ملي جبهې رئیس انورالحق احدي وایي، نه یوازې د تذکرو پر کاپيانو د سټیکرونو لګول ستونزې جوړوي بلکې له کوم ډېټابېس پرته پر تذکرو د سټیکرونو لګول د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. نوموړی همداراز وايي چې همدا اوس په ځینو سیمو کې یو شمېر احتمالي کاندیدانو ته انتخاباتي سټیکرونه، نوې تذکرې او د تذکرو فورمې ورکړل شوي، څو یې له وړاندې د ځان لپاره ډکې کړې. احدي ادعا وکړه چې دغه فورمې اوس په ازاده توګه ترلاسه کېدای شي.      
احدي: په انتخاباتو کې له کوم ډېټابېس پرته د تذکرو کارول درغلیو ته زمینه برابروي، د انتخاباتو کمېسیون باید د حکومت غیرقانوني غوښتنې ونه مني
  بل پلو په داسې حال کې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون څلور تنو کمېشنرانو د تذکرو پر کاپیانو د سټیکرونو له لګولو سره مخالفت وکړ او د کمېسیون د دارالانشا رئیسې هم له همدې امله استعفا وکړه د نوې ملي جبهې رئیس د کمېسیون غړو له دې اقدام څخه هرکلی کوي او وایي، چې د کمېسیون کمېشنران باید د حکومت د غیرقانوني کړنو او غوښتنو پروړاندې ودرېږي.   د نوې ملي جبهې رئيس داسې مهال پر تذکرو د سټیکرونو د لګولو له امله اندېښنه ښيي، چې د شنونکو په وینا حکومت په دې کار سره اصلا د انتخاباتو ترسره کېدل نه غواړي او همدا لاملونه پر دې پروسې د خلکو باور کموي. احدی

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .