احمدزی: ټاکنیزو کمېسیونونو خپل باور له لاسه ورکړ

۲۳ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۲۸ ق.ظ -
د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس وایي، پر انتخاباتي کمېسیونونو د خلکو د باور کچه کمه شوې. نوموړی وایي، چې د امنیتي ستونزو او پر کمیسیونونو د خلکو بې باوري به د دې لامل شي چې په ټاکنو کې یو یا دوه میلونه کسان هم په سمه توګه ګډون ونه کړي او باید پردې بهیر له سره کتنه وشي. په ورته مهال د ولسي جرګې ټاکنو ته یوشمېر نوماندان  د شفافو ټاکنو د ترسره کولو په برخه کې د کمېسیون پر کړنو نیوکه کوي. د سیاسي احزابو او جریانونو په انتخاباتو کې د درغلیو په تړاو د جعلي اسنادو تر افشا کېدو وروسته ورو ورو پر کمېسیونونو د خلکو د باور کچه کمیږي.    
د ټاکنو خپواک کمیسیون پخوانی رییس هم د کمیسیونونو روان مدیریت ناسم بولي او وايي نا امني، په کمیسیونو د خلکو بې باوري به د دې لامل شي چې په ټاکنو کې یو یا دوه میلونو نه کم کسان ګډون وکړي.
    نوموړی وايي، د ټاکنو کمیسیونونه د سم مدیریت ظرفیت نه لري او په خپلو برنامو کې ناکام دی. نوموړی همداراز له نهايي لیست څخه ۳۵ حذف شوو نوماندانو ته په اشارې وایي، چې کمیسیون د ۳۵ حذف شوو نوماندانو په تړاو خپله دلایل روښانه نشوای کړای. نوموړی له ولسمشر غني غواړي، څو د ټاکنو د بحراني کېدو مخه ونیسي او د کمېسیونونو پر کړنو له سره کتنه وکړي. په دې ځای کې هم د ولسي جرګې ټاکنو ته یوشمېر نوماندان را غونډ شوي او د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې د کمېسیون پر کړنو نیوکه کوي. دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې تردې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو پر خپل وخت د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو ډاډ ورکړی دی.   election_________________pppppppp finalll.mpg_snapshot_00.32_2018.09.13_18.52.39

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .