ادبیات او ژوند

۱۴ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۲:۰۳ ب.ظ -
د هر علم لپاره معيارونه ټاکل شوي وي، فرضيې لري او تعريفونه ورته وضع شوي وي. ادبيات هم د ټولنيزو علومو مجموعه ده. ادبپوهان نوموړی علم په دوو برخو وېشي: يو څېړنيز ادبیات او بل يې تخليقي ادبيات نومېږي. د سردارعلي ټکر دا خبره مې پخوا په يوه مرکه کې اورېدلې وه: (که څوک غواړي پيسې وګټي انجينري دې ووايي او که له ژونده خوند اخيستل غواړي، بايد ادبيات ولولي). ادب عربي کلمه ده او مصدر يې تاديب دی. د عربو په جاهلي زمانه کې يې اديب هغه چاته وايه چې د اشرافي قبېلو ماشومانو ته به يې ښوونه او روزنه ورکوله. ادبيات پراخ علم دی، چې هنر هم په بر کې نيسي، د هنري ادبياتو په برخه کې دوې نظريې موجودې دي، يوه ډله اديبان وايي: (ادب د ژوند له پاره) او بله ډله وايي: (ادب د ادب له پاره). د سارتر يو قهرمان وايي: (ډېر وخت کېږي چې موږ مړه شوي يو، فقط له هماغه وخته، چې نور د چا له پاره په درد نه خورو). اديبان (ليکوال او شاعران) هغه څوک دي چې له مرګه پس هم د هغوی فکري ځواک پر خلکو اثر کوي، يعني مادي مړه خو معنوي ژوندي وي. خوشال بابا وايي: په هر ځای چې د رندانو محفل جوړ وي تر قيامته به يادېږم په څلور کې ځينو ساينسپوهانو ويلي چې انسان (۷) برخې ماغزه لري، چې تر اوسه کوم انسان په دې نه دی توانېدلی چې له دې (۷) برخو څخه يوه برخه په کار واچوي. دوی زياتوي چې هغه کس چې اټومي بم يې اختراع کړ، يوازې څو اعشاريې برخه مغز يې انکشاف کړی وو او دوی پر دې باور دي چې د انسان مغز د دوه ميليونو کتابونو د حفظ کولو توان لري. ادبيات ځکه ټولنيز علوم بلل شوي دي، چې اديب هغه څوک دی چې هر اړخيزه مطالعه ولري. هغه څوک چې د وينا، ليکنې او يا شاعرۍ له لارې د انسانانو په زړونو کې پاچاهي پيدا کړي، خلک يې په لاشعوري توګه تر اثر لاندې وي، که څه هم هغه ډېر عادي ژوند او شخصيت ولري. شارل بودلر د فرانسې د شاعرۍ پلار ګڼل کېږي، خو هغه په وړکتوب کې په اخلاقي فساد تورن وو او له مکتبه شړل شوی وو، کله چې يې شعري ټولګه خپره شوه هغې ته هم د اخلاقي کمزورۍ له امله هرکلی ونه شو او حتی بنديز هم ورباندې ولګېد. په افغاني ټولنه کې مړپالنه اوج ته رسېدلې ده، ليکوال او شاعر ته د هغوی په ژوند کې ډېر په عادي نظر کتل کېږي خو د هغوی له مرګه وروسته هغه په عامو اذهانو کې لويېږي. لکه څنګه چې زمانه نه درېږي، فکر هم ولاړ نه دی، هره خبره بايد وليکله شي، ټولنه انګېري چې پوخ فکر په پخوانيو زمانو کې تېر شوی وو او اوس څوک هغې درجې ته نه شي رسېدلی، چې دا خبر سمه نه ده. لوی ليکوال، شاعران او فلسفيان له مرګه وروسته لوی شوي دي. خوشال بابا داسې ګيله کړې ده: د خوشال قدر که اوس په هيچا نشته پس له مرګه به يې ياد کړي ډېر عالم سکرات (سقراط) چې په اتن کې خپله مفکوره وړاندې کړه، نو په يوه وخت کې يې ملګري او دوښمنان دواړه را پورته شول، په هغه وخت کې خلکو لېونی او غيرعاقل ګاڼه، خو اوس يې نړۍ يو فيلسوف پېژني او ښايي له دې امله وي چې هغه ورځ تر بلې مقاومت وکاوو او خپل نظريات يې د نيوکو له وېرې پټ ونه ساتل. يو ادبي اثر ښايي له پېړيو وروسته خلک وشني او پرې پوه شي، په تخليقي ادب کې د سوفسطايانو غوندې په وهمي او شخصي غرايزو تکيه کول هم ښه نه دي، ځکه د ټولنې اړتيا له دې لارې ښه وړاندې کېږي. د رومانتسيزم د مکتب پېرويان هغه وخت ټولنې بد وګڼل، چې بې فکره تخيلي خبرې به يې کولې. د هر پنځوونکي پنځونه د يوې ټولنې د بشپړ ادب استازيتوب نه شي کولی. په ادب کې د تش شهرت ګټونکي پنځونه بايد کره کتونکي تر هغه پورې شهکار ونه ګڼي، تر څو چې د هغه مطلب يوازې د ادب رنګينې او بډاينه نه وي. په ادبي نړۍ کې ملګري ورځ تر بلې ډېرېږي، په ليکنو شعرونو ناليدلي کسان سره ملګري شوي وي، کله چې يو څوک ډېر ملګري ومومي، يعني د ټولنې زياته برخه ترې راضي شي، نو دی يې يو ايډيال وګرځي. د ده خبرې ورته بې له کوم دليله د کاڼي کرښې شي. تهريسايي مارکوسيسي چې د سوفسطايي نظريې پېرو وو، د خلکو له تابع کولو او د لارويانو له موندلو وروسته يې دا نظر ورکړ چې: (که غواړئ ځواکمن واوسئ، نو له نېکو کارونو څخه ډډه وکړئ، په بدو سر شئ، چې په دې کې لوی طاقت پروت دی). دغې فلسفې هغه مهال د ځوانې طبقې توجه جلب کړه، چې بيا د سکرات په هڅو دغې تېروتنې پلي کول له منځه يووړل شول. ولس تر ډېره بريده ړانده ته ورته وي، چې شاعر، ليکوال او د ژوند فلسفې ته ځير کس ورته د امسا غوندې لارښوود وي. انسان د ادب د رسۍ په وسېله د فکر ژورو ته ښکته کېږي او په همدې توګه د تخيل په زينه د ښکلا تر برجونو سر هسکولی شي. يو شاعر ويلي دي چې: (په ادب کې د هنر هدف له ځانه تېرېدل دي، نه د کاميابۍ په لومه کې ښکېلېدل). سارتر به ويل: (شعر د ماتې او شکست مننه ده). خير، دا نظرونه که هر څنګه دي، خو په پنځيز ادب کې شعر او ادبي نثر د لفظونو جادوګري ده، چې مشاهده کوونکي د خوند او اغېز تر څنډو رسوي. په ادب کې د شاعر د پنځونو خوښونه او ردول د هغه په خيالاتو او افکارو پورې اړه لري، اپلاتون په وار وار د هومر په اړه ويلي دي: (له هومر سره مينه لري، مګر د دده د شعرونو پر هغه اړخ باندې چې د تقوا، عدالت او نورو اخلاقي معيارونو په تېره حقيقت سره سمون نه خوري، انتقاد کوي.) د اسلام تر ظهور او د قرآن تر نزول وړاندې عربي اديبان د دې مقولې پېروان وو: (ښه شعر هغه دی چې پر واقعيت نه وي ولاړ) خو کله چې قران راغی هغه د لفظي ښکلا تر څنګ، په بلاغي او فصاحي ښېګڼو او حقايقو پسوللی وو، چې بيا دا نظريه هم له منځه لاړه. ژوند او ادب سره نږدې دي او پر يو بل باندې مستقيم اثرات لري، خو د رومانتسيزم مکتب پېرويان ادب د ژوند له پاره نه بولي، دوی وايي چې د شعر پر نازکه ملا د ژوند د مسايلو پېټي نه شي وړل کېدای. خو ځينې ادبپوهان وايي چې که ادب د ژوند د ترقۍ وسېله هم شي، بايد چې خپل هدف او فکر د هنريت په ښکلې جامه وپوښل شي. موږ او تاسو ممکن په شعر کې د يو هدف لاس ته راوړنه، شعار وبولو.که فکر وشي هر شعر شعار دی، مګر چا هنري کړی او چا مخامخ ويلی. دا چې پخپله د شعار له نامه سره ولې حساسيت لرو، ښايي د مفکورو د بېلښت مسئله وي. د امير حمزه شينواري مشهور بيت دی، چې يو لوی شعار يې هنري کړی دی: ځير دې يم زلفو ته د مخ په تمه زه له هندوانو نه کشمير غواړم دا خبره يې داسې هم کولی شوه: موږ پښتانه چاته سر نه ټيټوو زه له هندوانو نه کشمير غواړم د حمزه بابا د بيت په نسبت دويم ځکه بې خونده دی چې پر جنګي سبک سربېره يې هدف هنري نه دی او بربنډ دی. ښاغلی اسماعيل يون شعر تر ډېره د پېښو نامستقيم بيان بولي. ادبيات د ژوند په هر اړخ کې په کار راځي او تر زياته حده په رنګينيو او خوندونو بنا دي، خو دا خوند هنري او ادبي وي نه د هوسونو او عيش زېږنده. که څه هم ادبيات او ښکلاپالنه کلکه خپلوي سره لري، ادب فکري، هنري او لفظي خوندونه هم لري. تاسې به ليدلي وي، څوک چې لومړی ځل کيسه يا شعر ليکي متمرکزه موضوع يې مينه وي، عموماً په کيسه کې هم يو مين وي چې بيا يې له مينې سره بېلتون راغلی وي، يا معشوقه مړه شوې وي، او په شعر کې هم له هجرانه سر ټکېږي، خو ورو ورو فکري او تخيلي رنګ هم ور ګډېږي، چې څوک د يو مکتب پيرو شي، څوک د بل. د هرې دورې اثار موږ ته د هغوی د مفکورو ژوندي انځورونه راښکاروي، د روښانيانو د شعر د پام وړ موضوع تصوف او عرفان وو، له هغوی نه راوروسته، د خوشال باباسبک چې بيا په عشقي مکتب بدل شو، منځنی ټکی يې مينه او حماسه وه. همدا راز د حميدماشوخېل د سبک انداز ډېر نازک او تخيلي دی، چې د توريو ښه اوډنه هم ورته مهمه ښکاري، لکه تجنيس او نور صنعتونه… رحمان بابا چې تر ډېره يې مذهبي لارښوونو ته موزون شکل ورکړی دی، په کلام کې يې د تصوف څرکونه زيات لګېږي. همدا راز کاظم خان شېدا د هندي سبک يو مخکښ شاعر وو چې خپل خيالات يې له دې لارې وړاندې کړي دي. نو پر دې اساس موږ ويلی شو، چې ادب د ژوندو داحساساتو، عواطفو، افکارو او تهذيب د وړاندې کولو وسېله ده او شرط يې دا دی چې هر څه هنري شي او شاعرانه دلايل ورته پېدا شي. ځينې خلکو ته شعر تشې موزنې خبرې او د جنسي غرېزې د اظهار وسېله ښکاري، چې دا لويه تېروتنه ده. مصطفی سالک ويلي چې: (لوڅې خبرې هنرونه وژني). د تخليقي ادب له پاره له نويو تجربو چې د نوښت لامل دي، استفاده کول ضرور ده. څېړنه د ادب بله برخه ده، چې نوم ورکي اثر او نوم ورکي ليکوال ته ژوند وربښلی شي او ښه ذوق او پراخه حوصله ورته پکار ده. استاد محمدصديق پسرلی وايي: کوږ فطرت مو نه و، مجبورۍ د شرايطو وې داسې چې کاږه لکه په غرو کې لاره، تللي يو زموږ د ټولنې ځينې شاعران پر ځان د نه باور له امله د بل چا پر لاره د تلو تکل کوي، چې دا په ادب کې د تکرار سبب کېږي، چې تکرار پخپله بې خوندي ده. ښاغلی اسدالله غضنفر وايي: (هر هنر د خپلو دودونو او نوښتونو پېداوار دی، که نوښت نه وي، هنر لکه ولاړې اوبه خوسا کېږي، او که دودونو ته پکې پام و نه شي، هنر لکه له قواعدو سره نا اشنا سپورتي لوبه، بې ارزښته کېږي). book-2572013_1280-1170x780-810x540-660x330

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .