اذربایجان د افغان سولې لپاره د هڅو ملاتړ کړی

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۱۴ ب.ظ -

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر محمد یاروف د ایرو اسیا لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره کتلي دي.

اذربایجان ویلي چې هېواد یې تل د افغانستان د پرمختګ او سولې لپاره هڅه کړې ده او لا هم ددغه هېواد د سولې له هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

 نوموړي ویلي چې له افغانستان سره یې په اقتصادي برخه کې هم همکارۍ کړې دي او د افغانستان د پرمختګ او لا پراختیا لپاره به نورو همکاریو ته هم ادامه ورکړي.

43679391_2056408687714059_4496274534877364224_n

 امریکایي استازي هم د اذربایجان له مرستو مننه کړې ده او ویلي یې دي چې یاد هېواد په افغانستان کې د امریکا متحد دی او په ځينو ترانسپورتي برخو کې یې همکارۍ د پام وړ دي.

 دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو اوږده بحثونه کړي دي او د اړیکو پر لا پراختیا یې ټینګار کړی دی.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .