اردوغان:امریکا د ترکیې، روسیې او ایران پرضد دسیسې جوړوي

۱۷ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۰۷ ب.ظ -

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان امریکا تورنه کړې، چې د ترکیې ترڅنګ روسیې او ایران پر ضد دسیسې جوړوي .

نوموړي دا خبره نن د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې کړې  او ویلي، چې دا دسیسې د سوریې په شمال کې جوړیږي .

اردوغان په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړي .

په وروستیو کې ترکیه په سوریه کې د داعش د فعالیتونو په تړاو له امریکا سره مخالفه ښکاري او داسې ګومان کیږي چې ترکیه د دې فعالیتونو ترشا د امریکا لاس ویني .

o

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .