اردوغان خپل زوم د مالیې وزیر وټاکه

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۴۶ ق.ظ -

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د درېیمې دورې ولسمشرۍ له پيلولو سره په لومړي ګام کې خپل زوم برات البیرک  د مالیې وزیر ټاکلی .

اردوغان په اساسي قانون کې د راوستو اصلاحاتو له مخې د صدراعظمۍ بست لغوه کړی او کولای شي د پارلمان له تایید پرته هم خپل وزیران وټاکي .

د اردوغان دا کار د منتقدینو له سخت مخالفت سره مخ شوی .

اردوغان دا کار پرون د لوړې مراسمو له پای ته رسیدو وروسته یې کړی .

منتقدین هغه په دیکتاتورۍ او د واک په انحصار تورنوي .

or

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .