اردوغان د بیا ځلي ولسمشر په توګه لوړه وکړه

۱۹ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۲۸ ق.ظ -

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ د پينځه کلنې بلې دورې تر ګټلو وروسته د دغه هېواد په پارلمان کې د لوړې مراسم پرځای کړل .

هغه لوړه وکړه، چې د مصطفی اتاتورک لخوا په ترکیه کې د ایښودل شوي سیکولر نظام ارزښتونو ته به ژمن وي او خپلې دندې به په«بې طرفۍ» سره مخې ته وړي .

اردوغان ۶۴ کاله عمر لري .

هغه له ۲۰۰۳ راهیسې د ترکیې واګې په لاس کې لري .

نوموړي تېرکال د یوې نظرپوښتنې په پایله کې ځانته د درېیمې دورې واکمنۍ زمینه مساعده او وکړای شول چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شي .

د اردوغان د لوړې په مراسمو کې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم برخه لرله .

د مراسمو د لوړپوړیو مېلمنو په لیست کې د هیڅ کوم لویدیځ مشر نوم نه دی لیدل شوی .

د اردوغان د دې ځل واکمنۍ خاصه ځانګړنه دا ده، چې د ولسمشر واکونه یې د اساسي قانون له تعدیل سره زیات کړي .

ده د لوړې په مراسمو کې د دې واکونو د زیاتیدو ښو پایلو ته هیله مندي ښودلې .

o

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .