اردوغان: د واشنګټن چلند له سپکاوي ډک دی

۱۴ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۴۵ ب.ظ -

د امریکايي پادري په خاطر ترکیې سره د واشنګټن چلند له سپکاوي ډک دی.   د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نیوکه کوي چې له سټراټيژیک ملګري سره څوک داسې چلند نه کوي. په ورته وخت کې  ترکیې له یو شمیر وزارتونو سره د امریکاي مرستې کنګل کړې. وروسته له هغې چې امریکا د ترکیې پر کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو بندیزونه ولګول، ترکیې له دغو وزارتونو سره امریکايي مرستې ودرولې. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي هیڅ هیواد له خپل سټراټيژیک ملګري هیواد سره داسې چلند نه کوي لکه څنګه چې امریکا روان کړی.
 
رجب طیب اردوغان وویل، د امریکايي پادري، اندریو برونسن په تړاو د واشنګټن دريځ مناسب نه دی، امریکا چې دغه ډول حرکتونه کوي، له دې سره په جدي توګه ترکيې ته سپکاوی کوي.
 
اردوغان د خپل ګوند ښځینه غړو ته په وینا کې دا خبرې وکړې. هغه زیاته کړه چې دغو بندیزونو ته یې ډیره حوصله کړې خو نور غواړي چې امریکايي مرستې کنګل کړي. اردوغان زیاته کړه، موږ تر تېرې شپې پورې انتظار وکړ خو نن زه خپلو همکارانو ته امر کوم چې له کورنیو چارو وزارت او له عدلیې وزارت سره امریکايي مرستې کنګل کړي. که له دوی سره د امریکا له لوري مرستې کیږي باید ودرول شي. ترکیې څه موده وړاندې د اندریو برونسن په نوم امریکايي پادري ونیو او زندان ته یې واچوه. ترکیه ادعا لري چې دغه پادري په تیرې ناکامې کودتا کې لاس درلودلو او له ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیولی دی. اردوغان او خړیته

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .