اروزګان: اته طالبان وژل سوي

۲۷ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۰۴ ب.ظ -
د اروزګان ولایت امنیتې چارواکې وایې، ددغه ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص اروزګان ولسوالۍ کې د بیلابیلو نښتو پرمهال اته طالبان وژل سوي ۳ افغان سرتیرې او ۸ طالبان ټپیان دې. د امنیې قومندانۍ د امنیت امر وایې، تیره شپه مرکز ترینکوټ په کوټوال سیمه کې طالبانو پر امنیتې پوستو بریدونه ترسره کړی چې په متقابل ځواب کې ددغې ډلي ۵ طالبان وژل سوي او ۸ نور ټپیان دې. سمونوال عبدالقوي عمرې وایې، طالبانو غوښتل چې په دغو بریدونو سره امنیتې پوستي سقوط کړی خو وایې، بریالي نه سوه. هغه وایې، په دغه بریدونو کې دري امنیتې سرتیرې هم ټپیان سوي دې چې دامهال په روغتون کې دي د ولایتي روغتون مشر ډاکتر امین الله توخی وایې، روغتون ته یې د تیرې شپي د جګړی له ځایه ۴ د ملي اردو سرتیرې ور وړل سوي دې. د یوبل خبر له مخي د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالی کي د افغان پوځ عملیاتو کي د طالب قومندان ملا اسدالله په ګډون (۳) تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحی علوي وايي دغه عملیات تیرو څلرویشتو ساعتونو کي د خاص اروزګان ولسوالی اړوند سیمو کي تر سره سوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړوند رسنیو ته څه نه دي ویلي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .