اروزګان : د سولي جام په نوم د والېبال پیل سوي سیالۍ د طوفان لوبډلي په بریا پاي ته ورسیدي.

۱۰ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۵۹ ب.ظ -
د ورزش مسوولین وایې، د سولي جام په نوم د پیل سوو سیالیو څخه یې موخه د جګړی ښکلیو خواوته د سولي پيغام رسول او ترڅنګ یې د نشه یې توکو د کارولو څخه مخنیوی دي. د اروزګان د ورزش او بدني روزني امر قدرت الله الفت وایې، د سولي جام په نوم د والېبال د پیل سوو سیالیو مالي لګښت په دغه ولایت کې د ولسي ملاتړ د اداري لخوا ورکیده چې ، طوفان لومړی ، د امریت لوبډلي دویم او اتحاد دریم مقام خپل کړ. الفت وایې ، په هرډول شرایطو کې به اروزګاني ورزشکاران خپلو سیالیو ته دوام ورکوي او دجګړي د مخنیوي ترڅنګ به د نشه یې توکو پر وړاندي خپله مبارزه روانه ساتي. ورزشي لوبغاړي د مسوولینو څخه خوښ دي، چې وخت پر وخت یې ورته د لوبو کولو زمینه برابره کړی او دوی هم بریاوی په لاس راوړی دي. دغه ورزشکاران د جګړي د ښکیلو خواو څخه غواړي چې د سولي لاره خپله کړي او د ورور وژني څخه لاس واخلي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .