اروزګان: د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه په شاتمبول سوي.

۲۲ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۳:۲۷ ب.ظ -
د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي تېره شپه وسله والو مخالفینو د ترینکوټ ښار پر امنیتي کمربندونو بریدونه وکړه چي د امنیتي مسوولینو په وینا طالب جنګیالیو ته په دغو بریدو کي مرګ ژوبله اوښتې. د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالقوي عمري وايي تېره شپه وسله والو طالبانو د ترینکوټ ښار په دوو سیمو ختیځ ته لنده کوڅه او لویدیځ ته حرم شاه کي د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه پېل کړه چي پر مهال یې دواړو بریدونو کي ۷ تنه طالب جنګیالي وژل سوي او ۸ تنه نور ټپیان وي او دواړه بریدونه یې په شا تمبول سوي. نوموړی وايي دغو بریدونو کي افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړوند رسنیو ته څه نه دي ویلي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .