اروزګان :د پولیسو په کمین کې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي.

۲۲ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۲:۰۳ ب.ظ -
د اروزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې تیره شپه پولیسو طالبانو ته کمین نیولی چې پکښي لس طالبان وژل سوي او څلور نور ټپیان دي. د اروزګان د پولیسو د لومړي عملیاتي کنډک قومندان دوهم څارن ملک زین الله وایې،طالبانو غوښتل چې د چارچینو ولسوالۍ مرکز او یوشمیر نورو سیمو ته ماینونه راولیږي او بیا وروسته یې ځای پر ځای کړي خو پولیسو یې مخه ونیول او هغوی ته یې مرګ ژوبله هم واړوله. ملک زین الله وایې، په دغه کمین کې پولیسو ته د طالبانو توکي هم په لاس ورغلی او دامهال چارچینو د امنیتې پلوه ښه ده. د اول کندک قومندان وایې، په دغه نښته کې پولیسو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي. طالبانو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دې ویلی. Urozgan-300x227

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .