اروزګان : د پښتون قوم په ملاتړ لاریون ترسره سو

۲۴ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۴:۴۱ ب.ظ -
سلګونو اروزګاني اوسیدونکو نن د یو لاریون پر مهال په لر او بر کې پر میشتو پښتونو روان ظلم وغانده او پر نړوالې ټولني یې ږغ وکړ چې د پښتنو د حق غوښتنې پیل سوی ناره دې واوري. لاریون چې د مرکز ترینکوټ د هوایې ډګر سیمې څخه پیل سو تر منارڅلور لارې ورسیده او ګډونوالو یې مرګ پر پاکستان او مرګ د پښتنو پر قاتلینو شعارونه ورکول. دوی وایې، پښتون قوم ترهګر نه دې او هغه کسان چې په همدې نوم پښتانه په شهادت رسوي د اسلام له دین څخه وتلي دي. لاریونوال وایې، د وخت د زبر ځواک لخوا د ډیورنډ فرضي کرښي پر دواړو غاړو د افغان ورونو ترمنځ بیلتون راوستی او د دولت څخه یې وغوښتل چې د افغانانو او په ځانګړي توګه د پښتنو سره د پاکستان لخوا د روان ظلم په اړه چپ پاتي نه سي. د يادونې ده چې لومړی په پاکستان او بیا وروسته په افغانستان کې دا لاريونونه له هغه وروسته پيل سوي چې یوه مياشت مخکې په کراچۍ کې يو پښتون ماډل نقيب الله مسيد پوليسو له کوره وویسته او وروسته ووژل سو Picture (1)

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .