د دغه ښوونځیو د بنسټ ډبره د دوشنبي په ورځ د اروزګان والې او یوشمیر ریسانو لخوا کښیښودل سوه او وویل چې د یادو ښونځیو د جوړولو چاري به په لنډه موده کې بشپړ سې
د اروزګان والې محمد نذیر خروټې وویل چې په دغه سیمو کې ماشومانو د درس ویلو لپاره ځای نه درلودی نو ځکه يي نن د دوه ښوونځیو د بنسټ ډبري کښیښودل سوي چې د یادو ښوونځیو په رغولو سره به د دي سیمې د ماشومانو د درس ویلو چاپیریال پراختیا ومومې او زیاته يي کړه چې د دغه ښوونځیو د رغولوچاري به د یو کال په موده کې بشپړ سې.
د پوهنې ریاست رئیس احسان الله “ناشر” وایي په ۱۳۹۶ کال کې موږ په اروزګان ولایت کې د ۹۵ ښونځيو د جوړولو پلان لرو چې د هغه د جملې څخه د سروري او شهیدانو اباد دوه ښوونځیو دي چې نن يي د بنسټ ډبري کښيښودل سوي.
ناشر وايي چې یادي ښوونځی چې هره ښوونځی يي اته صنفونه لري د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړيږي چې مالي لکښت يي د هندوستان هیواد لخو ورکول کېږي.
(0)