اروزګان کې د ۹۰۰ کورنیو سره نقدي او د ژمني توکو مرستي وسوي

۱۵ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۴:۳۱ ب.ظ -
د اروزګان د کډوالو چارو امریت مسوولین وایې، د بي ځایه سوو کورنیو سره د مرستو لړۍ روانه ده او نن یې د هغو ۹۰۰ نهه سوو کورنیو سره د نقدي او ژمني توکو مرستي کړي چې د وروستیو نا امنیو له امله د خپلو سیمو څخه راکډه سوي دي. د کډوالو چارو امر عبدالقهار دوست وایې،هري کورنۍ ته ۲۰۰ ډالر او دري ژمني کمپلونه ورکول کیږي چې اړتیاوي یې پور کولای سي له بلی خوا هغه کسانو چې ننۍ مرستي یې ترلاسه کړي وي د دولت څخه غواړې چې ورکول سوي مرستي یې بسنه نه کوي او نه هم ددوی اړتیاوي پوره کولای سي. نو دوی ته دې پاملرنه زیاته کړي او سیمې دي یې د طالبانوڅخه پاکې کړي خو د یوشمیر نورو خلکو نیوکه بیا داوه چې په اروزګان کې ټولي مرستي هغو کسانو ته ورکول کیږي چې واسطه ولرې او یاهم بډایه وي. تردې وړاندي هم په اروزګان کې د بي ځایه سوو کورنیو په نوم د راغلي مرستو د ویش پر لړۍ نیوکي سوي وی او غوښتنه سوی وه چې باید یادې مرستي په عادلانه توګه وویشل سي.
????

????

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .