اروزګان کې ۱۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۲:۱۷ ب.ظ -
ارزګان کي د افغان پوځ عملیاتو کي ۱۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ارزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کي د افغان ځواکونو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کي ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. ارزګان کي د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمي لوا ویاند جان خان نصرتي وايي د مرکز ترینکوټ اړوند خانقه سیمه کي د افغان کمانډو ځواکونو ځانګړو عملیاتو کي ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي. نوموړی د یو بل خبر له مخي وايي چي د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کي د خاص ارزګان ولسوالی په ګرم آب سیمه کي د وسله والو طالبانو دوه پټنځایونه بمبار شوي چي پکي ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. وسله والو طالبانو بیا په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي. عملیات ث

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .