اروزګان: یو تن د خپلي کورنۍ دریو غړو ته مرګ ژوبله اړولې.

۱۱ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۴۰ ب.ظ -
د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند په دور افشان سیمه کي د موسی کلیم په نوم یو ځوان خپله یوه خور وژلې؛ یو بله خور او مور یې بیا سختي ټپي کړي دي. د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي پېښه د کورني تاوتریخوالي ده چي تېره ورځ نا وخته رامنځ ته شوې او مجرم کس ځکه نه دی نیول شوی چي سیمه د وسله والو طالبانو ولکه کي ده. د اروزګان د ولایتي روغتون یوه سرچینه وایې، روغتون ته تیره ورځ دوی میرمني ور وړل سوي چې ټپیاني دي. سرچینه وایې، اوس مهال یې روغتیایې حالت ښه دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .