اروزګان : ۴۳۰ بي ځایه سوو کورنیو سره مرستي وسوي.

۲۱ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۳:۵۴ ب.ظ -
دغه مرستي ددې ولایت د کډوالو چارو د امریت او یوشمیر نورو مرستندویه موسساتو لخوا ترسره وسوي. د اروزګان د کډوالو چارو امر عبدالقهار دوست وایې ، دغه کورنۍ د مرکز ترینکوټ د بیلابیلو سیمو څخه ترینکوټ ته راغلي دې او نن ورته مرستي ورکول کیږي. دوست وایې ، دغه ۴۳۰ کورنۍ څو ورځي مخکې د کډ پلاوي لخوا د سروي پر مهال په نښه سوي دې او نن ورته د خوراکي او غیري خوراکي توکو د ویش لړۍ پیل سوي ده. نوموړي وایې ، هرې کورنۍ ته اوړه ، وریجي ، لوبیا ، د اشپزی کیټ او نور مواد ورکول کیږي او تردې وروسته به پر نورو اړمنو د ویش لړۍ هم پیل سي. له بلي خوا مرسته تر لاسه کوونکي کسان په دې خوښ دي چې نن ورته خوراکې او غیري خوراکي توکي ورکول کیږي، خو د دولت څخه غواړي چې تردې زیاته پاملرنه ورته وکړي او ددوی سیمي تر امنیتې پوښښ لاندي راولي. دوی وایې ، له سختو حالاتو سره مخ دې او که بیړنۍ مرستي ورسره ونه سي نو وضعیت به یې نورهم خراب سي.
????

????

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .