اروزگانیان:که د بریښنا بیي ټیټي نه سي لاریونونه به وکړو

۲۴ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۴:۱۵ ب.ظ -
د اروزګان مدني فعالینو ، ځوانانو او عامو اوسیدونکو د بریښنا شرکت مسوولینو څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې دې د بریښنا بیي ټیټي او د تولید پر منابعو دې کار وکړي. دغه کسان چې نن په مرکز ترینکوټ کې د یوي اعتراضي غوندي پرمهال راټول سوي وه ، وویل اوس په اروزګان کې د یو کلیواټ بریښنا بیه ۴۰ افغانۍ ده چې د همدې امله زیات خلک یې د کارولو توان نه لري. دغه کسان وایې، مرکزي اداره د اروزګانیانو سره توپیریز چلند کوي په داسي حال کې چې د هیواد په نورو ولایتونو کې د یو کلیواټ بریښنا بیه ۳ افغانۍ ده. دوی وایې، اروزګان کې د بریښنا د تولید ښه منابع شته او که چیري باندي کار وسي نو له یوي خوا به بیي ټیټي سي او له بلي خوا به د مصرف کوونکو شمیر زیات سي. یاد کسان وایې، که یې ستونزي حل نه سي واټونو ته به راووځي او په لاریونونو به لاس پوري کړي د اروزګان بریښنا شرکت مسوولین هم مني چې په دغه ولایت کې اوس مهال د یوکیلواټ بریښنا بیه ۴۰ او ۶۰ افغانۍ ده خو وایې، د بیو ټيټوالي ددوی په واک کې نه دې او باید د اروزګان مشران ددوی د مرکزي اداري سره دا موضوع شریکه کړي. عبدالسمیع شرافت وایې، دوی څو ځلي د خپلي اداری لخوا د خلکو ستونزه تر مسوولینو رسولی خو په وینا یې نه دې توانیدلي چې د بریښنا بیی ټيتي کړي ځکه وایې، په دغه ولایت کې بریښنا ډیزلي ده او ددوی مصارف تر عوایدو څو چنده زیات دي. د بریښنا شرکت مسوول وایې، په دغه ولایت کې د (۵۰۰۰) زره کورنیو لپاره دوی د بریښنا ورکولو زمینه برابره کړي ده خو وایې، اوس یوازي ۱۲۰۰ کورنۍ ددوی بریښنا مصرفوي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .