اروپایي پارلمان له دغې ټولنې سره د ترکیې د یو ځای کیدو مذاکرات وځنډول

۲۳ حوت , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۳۵ ب.ظ -

اروپایي پارلمان نن د یوې مصوبې په وړاندې کولو سره له دغې ټولنې سره د ترکیې د یو ځای کیدو مذاکرات وځنډول.

د دغې پریکړې دلیل په ترکیه کې د بشري حقونو نقض، د واک انحصار او د ولسمشر اردوغان خپلسرۍ او له قوانینو سرغړونه ګڼل شوې ده.

ترکیه له ۲۰۰۵ راهیسې له اروپایي ټولنې سره د یو ځای کیدو مذاکرات لري، خو تراوسه ورسره مثبتې او وروستۍ پایلې ته نه دی رسیدلی.

په دې پریکړه د ترکیې حکومت توند غبرګون ښودلی او غندلی یې دی.

۷۳ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

تبصره وکړئ

avatar
50

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

  Subscribe  
Notify of