ارګ د اسیا فاونډیشن د راپور هرکلی وکړ

۲۳ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۵۰ ب.ظ -

ولسمشریزې ماڼۍ د اسیا فاونډیشن د هغې نظرپوښتنې د پایلو هرکلی وکړ، چې له مخې یې په افغانستان کې د تېرکال په پرتله خلک راتلونکي ته هیله من شوي، خو لا هم فکر کوي چې هېواد یې پر ناسم طرف روان دی .

حکومت په راپور کې د هیله مندۍ د کچې زیاتیدل د دې نښه ګڼلې،چې خلک د اصلاحاتو لپاره د حکومت د سیاسي ارادې په موجودیت باوري شوي

اسیا فاونډیشن وایي، چې په نظرپوښتنه کې یې خلکو له فساد او دغه راز له وسله والو طالبانو څخه شکایت کړی .

حکومت د ستونزو د منلو ترڅنګ وایي، چې د طالبانو پر وړاندې د ولسي حساسیت زیاتوالی هم یوه ښه لاسته راوړنه ده .

ar

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .