ارګ: د امریکا تګلاره د افغانانو لپاره فرصت دی

۲۲ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۴۰ ق.ظ -
      د ارګ ویاند چې په خبري غونډه کې یې خبریالانو ته مالومات ورکول باور وښود، که افغانانو دا فرصت له لاسه ورکړ د راتلونکو نسلونو لپاره ګران تمامیږي. د امریکا نوې تګلاره چې ځینې پرې نیوکه کوي، د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي یې د راتلونکي نسلونو لپاره ښه زیری بولي او ټينګار کوي چې دا امریکا له دې دریم فرصت به ګټه پورته کوي. مرتضوي باور وښود چې د امریکا دا دریم فرصت دی چې د افغانانو لپآره یې برابروي او پکار ده چې ګټه ترې واخیستل شي.  
  له فساد سره مبارزه چې بهرنیو مرستندویانو له مرستو سره مشروطه بللې، افغان حکومت له دې پدیدې سره په مبارزه کې جدي ښکاري.    
        شاه حسین مرتضوي وایي، اوس نوې تګلاره جوړه شوې چې څنګه کیدای شي د فساد مخه ونیسي. له فساد سره د مبارزې لپاره یو اقدام دا شوی چې هغه کسان چې دولتي ارګانونو کې دنده اخلي، باید شتمني یې ثبت وي. پر حکومت د ملي شورا یوه نیوکه دا ده چې وزیران دې معرفي او د سرپرستانو لړۍ دې پای ته ورسوي. ارګ په تمه دی چې د پارلمان نصاب پوره او وزیران ورمعرفي کړي.
ارګ: د امریکا تګلاره د افغانانو لپاره فرصت دی

ارګ: د امریکا تګلاره د افغانانو لپاره فرصت دی

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړ چې ولسمشر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د سفر تابیا نیولې ده.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .