ارګ: د ټاپ برېښنايي پروژې هوکړه ليک لاسليک شو

۱۶ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۳۴ ب.ظ -

دغه هوکړه نن په دلګشا ماڼۍ کې د ولسمشر غني او لوړپوړو دولتي چارواکو په حضور کې لاسلیک شوې ده.

له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د انرژۍ او اوبو وزارت او (چالیک هولدینګ) ترکي شرکت تر منځ د ټاپ ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزي پر لېږد د پانګونې تفاهمنامه، نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو پر مهال په دلګشا ماڼۍ کې لاسلیک شوه.

45519677_2094991397189121_719991137632256_n

د سرچینې په وینا دا هوکړه چې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان درې اړخیزې تفاهمنامې په اساس لاسلیک شوې، له تورغونډۍ بندر نه تر سپین بولدک پورې ۷۵۰ کیلومتره د افغانستان په خاوره کې تېرېږي.

د افغانستان لپاره د مزي ظرفیت زر میګا واټه اټکل شوی دی چې په درې کلونو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

له دې لارې به ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته ولېږدول شي چې پاکستان ته د برېښنا انرژۍ پر انتقال سربېره به د هېواد دننه له ۱۰۰۰میګاواټه برېښنا نه د استفادې تر څنګ افغانستان، پاکستان ته د برېښنا له ترانزیټ څخه شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالر ګټه هم تر لاسه کړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .