ارګ: د ټاکنو کمېسيون خپلواکۍ ته بشپړ درناوی لري

۲۲ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۴۷ ق.ظ -

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه رسنيو ته استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون خپلواکۍ ته پوره درناوی لري.

ارګ دا خبره وروسته له هغه کړې چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ۳۵ کسانو نومونه د نوماندانو له لېست ليرې کړي او ۴۵ نورو ته يې خبرداری ورکړی.

7B9FE76C-A61F-443F-8427-15C37787CA64_w1023_r1_s

په دغو ليرې کړل شويو کسانو کې ١٢ کسان د ولسي جرګې برحاله وکيلان دي.

ويل شوي دغه کسان له وسله والو ډلو سره د اړيکو د ادعاوو له کبله له نهايي لېست څخه لیرې کړاى شوي دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .