استشهادي سرتېری

۱۷ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۳۱ ق.ظ -
لیکوال: شفیق الله
سرتېری هغه نوم دی چې په افغانستان کې د افغان دښمنه کړیو پروړاندې لکه سپر ولاړ وي، سرتېری د هغه چا نوم دی چې خپله کورنۍ یې پريښې او د هېواد د دفاع لپاره شپه او ورځ ويښه تیروي، سرتېری د هغه چا نوم دی چې خپله ماڼۍ نه لري، خو د دې زمینه برابروي چې خلک په پانګونه لوی ماڼۍ جوړې کړي، سرتېری د هغه چا نوم دی چې اخترونه یې له خپلې کورنۍ او اولادونو لیرې وي، خو د نورو کورنیو او د اولادونو اختر ته خوشحالي ورکوي او له غمونو یې ساتي. سرتېری هغه څوک دی چې سینه یې سپر کړې او نور هېوادوال له مرګ ژغوري، سرتېری هغه څوک دی چې خپل ځان ورته مهم نه دی، خو د یو کوچني افغان ژوند د ژغورلو لپاره قربانۍ ته تیار دی، سرتېری هغه څوک دی چې د افغانانو دښمن هر ځای وګوري، له خطر سره ـ سره یې په سر دریږي. زموږ سرتېري، زموږ څخه دي، زموږ سرتېري، زموږ ورور، پلار، زوی او د کورنۍ غړي دي، زموږ سرتېري شپه او ورځ زموږ لپاره بیداره وي چې موږ ژوند وکړو، زموږ سرتېري یواځې د معاش لپاره  په دنده نه دي، بلکې د دښمن د سترګو اغزی دی او هر کله چې دښمن غواړي ټولنې ته زیان ورسوي، له منځه یې وړي. تاسو په ننګرهار کې ولیدل چې یو سرتېري خپله سینه سپر کړه، وروسته له هغې چې د پلټنې په یو ځای کې ځانمرګی پيژني چې چاودیدونکي توکي یې تړلي، لوی زړه کوي چې د خلکو له ګڼې ګوڼې یې وباسي او واسکټ ترې وباسي. دا سرتېری ښه په دې پوهیده چې مرګ یې غیږ کې نیولی، خو دا چې د فراغت پرمهال یې لوړه کړې چې د هېواد او خلکو دفاع به کوي، نو یې خپل قسم پوره کړ، په دې سره یې د هېواد یو دښمن هدف ته پرينښود او خپله یې قرباني ورکړه. دې ته په اسلام کې استشهاد وایي، چې خپله مرګ په سترګو ګورې، خو نور مسلمانان له مرګ ژغورې، په دې تړاو اسلام ډيرې زیاتې درجې ورکړي دي، عمر له یوې خوا یو تاریخ جوړ کړ او له بلې خوا یې لوړې درجې هم وګټلې. د عمر قرباني یوه پاکه قرباني ده چې هیڅوک ترې سترګې نه شي پټولی، عمر د (عمر) په څېر زړه وکړ، دا میړانه یې لکه څنګه چې اوس وستایل شوه، تاریخونه به یې ولیکي چې د یوې غریبې کورنۍ سرتېري څنګه مرګ غیږ کې ونیو چې نور خلک وژغوري. د عمر له قربانۍ سره دا هم ثاته شوه چې افغان ځواکونه د معاش لپاره دنده نه کوي، بلکې د وطني احساس، د هېواد او هېوادوالو د ژغورلو لپاره په دنده دي او د مرګ په بیه دښمن ته اجازه نه ورکوي چې هدف ته ورسیږي. عمر یوه زړه مور او یوه کونډه خور لري، چې په خټین کور کې اوسیږي، د عمر پلار هم دوه اوونۍ وړاندې مړ شوی و، د یکشنبې په ورځ ده هم قرباني ورکړه او اوس یې د کور سرپرستي زړې مور ته پاتې شوه. د عمر له کورنۍ سره د مرستو ژمنه شوې او ورته به ورسیږي، عمر کوژده کړې وه او د واده لپاره یې تیاریانې روانې وې، خو د واده ارمان یې ګور ته یوړ او د لسګونه کسان د ژغورلو لپاره یې خپله کورنۍ په ویر کړه او سلګونه کورنۍ یې له ویر وژغورلې. د عمر قربانۍ تر شا ډير لوی نور پیغامونه شته، لکه څنګه چې عمر قهرماني وکړه او ولسونو وستايي، دا به نورو سرتېرو ته مورال ورکړي چې په هره حالت کې دښمن له منځه یوسي، ولو که خپله قرباني شي. کله چې د سرتېري نوم یادیږي، نو دا خپل د دې مانا ورکوي چې له خپل سر څخه تېر دی او د هېواد او هېوادوالو د دفاع په خاطر یې ټول خطرونه په ځان منلي دي. عمر ثابته کړه چې باید ولسونه د سرتېرو ترشا ودریږي او هر کله او هره برخه کې ورسره همکاري وکړي، ځکه د خلکو همکاري د سرتېرو کار اسانوي او پرته د خلکو له همکارۍ سرتېري کمزورې کیږي، سرتېری د ټولنې د هوساینې لپاره دی او د خلکو مسوولیت دی چې په دې برخه کې یې لاسنیوی وکړي.لیکوال ۱  

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .