اسحاق رهګذر به له نوروز مخکې د بلخ د والي په توګه معرفي شي

۲۲ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۱۶ ب.ظ -

د عطاءمحمد نور او ارګ تر منځ د هوکړې له مخې به تر راتلونکو درېیو څلورو ورځو د ولسي جرګې وکيل اسحاق رهګذر د بلخ د نوي والي په توګه وټاکل شي.

شاوخوا درې مياشتې مخکې ولسمشر اشرف غني عطاءمحمد نور د بلخ د والي په توګه له دندې لرې کړ او انجنير داوود يې د هغه ځاى ناستى وټاکه.

خو عطاءمحمد نور د ولسمشر د حکم له منلو انکار وکړ او تر اوسه يې په ولايت کې خپلې دندې ته دوام ورکاوه.

هغه په ځينو غونډو کې چې د ده په ملاتړ جوړې شوې وې، ارګ او اجرائيه رياست ته يې ګواښونه هم کول او په دې وروستيو کې يې د ټول هېواد په کچه د سترو لاريونونو پيلولو اعلان کړی و.

د بلخ د شخړې د هواري لپاره تېره اوونۍ د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزى او د ولسمشر د دفتر رييس سلام رحيمي مزارشريف ته تللي وو او له عطاءمحمد نور سره يې درې ورځې پرله پسې مذاکرات وکړل.

د حکومت يوې باوري سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، وويل چې ارګ او عطاءمحمد نور هوکړې ته رسېدلي دي.

سرچينې زياته کړې چې د هوکړې له مخې به اوس د ولسي جرګې وکيل اسحاق رهګذر د بلخ لپاره د عطاء محمد نور په خوښه د نوي والي په توګه معرفي شي.

يادې سرچينې وويل چې په راتلونکو درېيو څلورو ورځو کې به رهګذر د لوړپوړو چارواکو په شتون کې د بلخ د نوي والي په توګه دنده پيل کړي.

دغه راز حکومتي سرچينې وويل چې د هوکړې له مخې به دوه وزيران، يو معين او يو سفير د عطاءمحمد نور په خوښه معرفي کېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، کېداى شي د پوهنې او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونه عطامحمد نور ته ورکړل شي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکتر افضل حديد  يو ځل بيا ومنله چې ارګ او عطاءمحمد نور هوکړې ته رسېدلي دي.

هغه چې د نور له نږدې ملګرو شمېرل کېږي، مزارشريف ته د ستانکزي او رحيمي سفر ګټور وباله او ويې ویل چې په دغو مذاکراتو کې ډېر پرمختګ وشو.

حديد وايي چې د هوکړې له مخې به انجنير داوود د بلخ والي نه، بلکې د عطاءمحمد نور په خوښه د ولايت يو بل اوسېدونکى د نوي والي په توګه معرفي کېږي.

نوموړي خلکو ته زېرى ورکړ چې د بلخ شخړه به له نوروز مخکې هواره شي.

د بلخ نوى ممکنه والي محمد اسحاق رهګذر د محمد رسول زوى په ١٣٤٦ لمريز کال کې په مزار شريف ښار کې زېږېدلى دى، خو اوس په کابل کې اوسېږي.

هغه د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري، په پنځلسمه او شپاړسمه دوره کې په ولسي جرګه کې د بلخ ولايت د خلکو استازى دى.

رهګذر له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٣ زېږديز کاله پورې د بلخ د والي په توګه دنده ترسره کړې، دغه راز هغه د بلخ د امنيې قوماندان په توګه هم پاتې شوى دى.

نوموړى د جمعيت اسلامي يو له مهمو پخوانيو قوماندانانو څخه شمېرل کېږي.

اسحاق-رهګذر-د-بلخ-د-والي-په-توګه-ټاکل-شو

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .