اسعد اباد کې د امام بخاري رحمه الله دجامع مسجد د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۱ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۵۸ ب.ظ -

د کونړ ولایت مرکز اسعد اباد په یارګل کلي کې د نجات ټولنیزې خیره موسسې د (۲٬۱) دوه اعشاریه یو میلیون افغانیو په مالي لګښت د جامع جومات جوړېدو چارې نن د چنګاښ په (۲۱) مه نېټه  د یو لړ مراسیمو په ترڅ کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال،ولایتي شورا منشي جمال الدین سیار،د ارشاد حج او اوقافو رئیس نورالمعبود احساس ،د نجات خیریه موسسې مشر سید حبیب،علماوو او قومي مخورو په لاسونو د پټۍ په پرېکولو سره پیل شوې .

FB_IMG_1531404768710

یاد مسجد چې په یو وخت کې به د (۵۵۰) لمونځ کوونکو ځای ولري په (۳) میاشتو کې به یې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي . د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د مسجد د چارو پیل له امله خلکو ته مبارکي وویله او ډاد یې څرګند کړ چې په دې ولایت کې به مساجدو او د دیني زده کړو مرکزونو جوړیدو ته پاملرنه زیاته کړي .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .