اسلام اباد ته د امريکا دفاع وزيرجېمز مټېس سفر په اړه مطبوعاتي اعلاميه!

۱۴ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۲:۱۵ ب.ظ -

نېټه:۱۳۹۶/۹/۱۴

2-120-300x277

افغانستان نوين څېړنيز او  مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي دفتر

امريکا دفاع وزير جيمز مټېس تېره ورځ اسلام اباد ته رسېدلی دی، تر څو له پاکستاني چارواکو سره د طالب ترهګرو، حقاني تروریستي ډلو د منځه وړو په اړه خبرې وکړي.

جېمز مټېس په داسې وخت کې پاکستان هيواد ته سفر کوي، چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندادن  جنرال جان نېکلسن تېره اونۍ په کابل کې خبریالانو ته وويل، چې پاکستان د افراطي ا و تروریستي ډلو ملاتړ کوي او تر اوسه يې د تروریستانو د ملاتړ دريځ پر ځای پاتې دی.

نوموړي د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي او لوی درستيز قمر جاويد باجوه سره وکتل.

د دوی خبرې له طالبانو او حقاني ډلې سره د پاکستان په ملاتړ متمرکزې وې، افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز ته د امريکا دريځ خندوونکی دی، ځکه چې د تر ټولو ستر تروریست اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو، همدارنګه د حقاني او طالبانو تروریستي ډلو سربېره پاکستان د اسلامي دولت نومي ډلې داعش مالي او فوځي ملاتړ کوي، که امريکا د تروریستانو جرړې باسي او  ټوله نړۍ د تروریستي ډلو له شر څخه ژغوري، نو تر ټولو لومړی دې د ترهګرۍ مور پاکستان باندې مالي ملاتړ سرچينې وچې کړي او پاکستان دې د ترهګرۍ په ليست کې شامل کړي، تر څو ټوله نړۍ  د ترهګرۍ له شر څخه وژغورله شي.

په پاکستان باور په تروریستانو او ترهګرو باور دی او هيڅ کله به نړۍ د ترهګرۍ له ناخوالو نجات و نه مومي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .