اسيا جام سياليو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه وګټله

۲۷ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۵۱ ق.ظ -

د اسيا کرېکټ جام سياليو کې درېيمه لوبه د افغانستان او سريلانکا ترمنځ وه چې افغانستان په خپله ګټه تمامه کړه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۲۵۰ منډې جوړې کړې.

_103469776_gettyimages-1034921266

سريلانکا ونتوانېده چې دغه هدف پوره کړي، ټوله لوبډله يې په ۴۲ اوور کې د ۱۵۸ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

د افغانستان د پيل لوبغاړو ښه لوبه وکړه. رحمت شاه زرمتی، په ۹۰ توپونو ۷۲ منډې وکړې. د ده تر څنګ احسان الله جنت ۴۵، حشمت الله شهيدي ۳۷ او محمد شهزاد ۳۴ منډې وکړې.

افغانستان د نننۍ سيالۍ په ګټلو سره دوهم پړاو ته لار ومونده، راتلونکې لوبه يې د پنجشنې پر ورځ له بنګله دېش سره ده.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .