اشتها مو له څه شي سره تړاو لري؟

۱۶ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۱۲ ق.ظ -

ژباړه :مریم بهار

د کولمبیا پوهنتون څیړونکو په هډوکو کې هغه حجرې موندلي چې د اشتها سره یو ډول تړاو لري.

یادو روغتیاپالانو د کلونو راهېسې د هډوکو په اړه څیړنې پيل کړې وي چې د څو کلونو هڅو وروسته دې نتیجې ته ورسیدل چې د انسان په اسکلیټ یا هډوکو کې داسې هورمونونه شته چې بدن ته د انرژۍ په ورکولو کې مهم رول لري

3

د دوی د معلوماتو له مخې هډوکي د ستیوکلسین په نوم هورمون ترشح کوي چې دویني قند منظموي.

څیړونکوو خپلې څیړنې د یوه موږک د هډوکي په جوړونکو حجرو وکړي چې د یوه ځانګړي جین په غیر فعالولو ورسته ورته معلومه شوه چې د موږک اشتها ډیره کمه شوې.

د کولمبیا پوهنتون د طبي مرکز څېړونکي وايي د هډوکو په جوړوونکو حجرو کې د دغه هورمون اندازه د غوړو حجرو ۱۰برابره ده.

دوی ته څرګنده شوه چې دا هورمون، چې (lipocalin 2) نومېږي، یو ډول پروتین دي چې له چاغښت سره ارتباط لري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .