اصغر ستانکزی او نجیب ځدراڼ په یوه خیریه سیالۍ کې لوبېږي

۱۱ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۱۹ ق.ظ -

۸

د افغانستان د کرکټ دوه تکړه لوبغاړي اصغر ستانکزی او نجیب الله ځدراڼ به له خیریه چارو سره د مرستې لپاره په یوه سیالۍ کې ولوبېږي.

 د بریتانیا د لارډز ټورنرز مرستندویې ټولنې له لوري، د متحده عربي اماراتو د ابوظهبي په شیخ زاهد کرکټ لوبغالي کې له معلولو ماشومانو سره د مرستې په موخه دا شل اوریزه خیریه لوبه د دوو لوبډلو ترمنځ تر سره کېږي چې د انګلستان او اسټرالیا استازولي کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو پر اساس، د لوبډلو په ترکیب کې دوه افغان لوبغاړي، اصغر ستانکزی او نجیب الله ځدراڼ هم برخه لري. دوی به د اسټرالیا د ټونزز لوبډلې لپاره ولوبېږي.

ټاکل شوې ده چې دا لوبه د روان نوومبر په درېیمه نیټه؛ یعني د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو په وخت، د سهار لس بجې پیل شي.

کرکټ بورډ وايي، مینه وال کولای شي چې لوبه له ټکټ اخیستلو پرته وړیا وویني.

د افغانستان د کرکټ بورډ فعال غړي او د ښار جوړونې وزیر، ښاغلي سید سادات منصور نادري هم له لارډز ټورنرز خیره ټولنې سره مالي مرسته کړې چې یادو افغان لوبغاړو ته د لوبیدو زمینه برابره شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .