افغانستان ایرلنډ ته په لومړۍ ۵۰اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه

۱۵ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۳۳ ب.ظ -

۳

د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو ۵۰ اوریزو کرکټ سیالیو لومړۍ لوبه پرون سې شنبه د افغانستان په بریا تمامه سوه.

په پرونۍ لوبه کې افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې ایرلنډ ته د ۲۳۹ منډو هدف وټاکه.

له افغان لوبغاړو څخه ناصر جمال ۵۳، رحمت‌شاه زرمتي ۵۰، راشد خان ۴۸ او شفیق‌الله شفق ۳۶ منډې جوړې کړې.

ایرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ایله سل منډې جوړې کړې او په دې توګه افغانستان دا لوبه د ۱۳۸ منډو په لوی توپیر وګټله.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ته د ۱۹ کلنو له ټیم څخه راغلي مجیب ځدراڼ د ایرلنډ څلور لوبغاړي وسوځول او د مسابقې غوره لوبغاړی وبلل سو.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .