افغانستان بانک:د ډالرو د بیې د پورته کیدو عاملین به مجازات شي

۲۱ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۰۱ ب.ظ -

د افغانستان بانک عمومي ریس صدیق خلیق په داسې حال کې، چې خلکو ته د ډالرو د بیې د پورته کیدو له اړخه د زیانونو د حل ډاډ ورکوي، وایي له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي، چې د دې ستونزې سبب کیږي.

خلیق نن په یوه خبري غونډه کې دا خبرې په داسې مهال وکړې، چې د یوه ډالر بیه نیږدې ۷۸ افغانیو ته رسیدلې وه.

هغه له زیاتو جزیاتو پرته وویل، چې د افغانستان بانک اداره له دې اړخه د رامنځته کیدونکو ستونزو د حل وړتیا لري .

د ځینو په باور د هېواد ترینګلی سیاسي وضعیت د افغانیو د بیې دلویدو یو لوی دلیل دی.

d

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .