افغانستان ته نور امريکايي پوځيان را استول کېږي

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۰۰ ب.ظ -

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې په کېتناکي ایالت کې د امریکایي ځواکونو یوسل پنځوس کسیز ټیم تیار دی چې افغانستان ته لاړ شي او د ناټو په غوڅ ملاتړ ماموریت کې ونډه واخلي.

 دغه سرتېري تر ډېره د انجینرۍ په برخه کې فعالیت کوي خو تر څنګ به یې په نظامي عملیاتو کې هم ګډون کوي.

د یادو ځواکونو قومندان ویلي دوی پوهېږي چې په افغانستان کې به یې ماموریت خورا خطرناک وي، خو دوی له هر ډول خنډونو سره د مبارزې لپاره تیار دي او کافي روزنه یې لیدلې ده.

download

د امریکا ددفاع وزارت ویلي چې دغه کسان افغانستان ته د لېږلو لپاره تیار دي.

د ټرمپ په حکومت کې امریکا پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې خپل سرتېري ډېر کړي، له همدې امله یې له ناټو هم وغوښتل چې له غړو هېوادونو د سرتېرو د ډېرولو ژمنه واخلي. په همدې لړ کې ګڼو هېوادونو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په ډېرولو لاس پورې کړی دی.

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .