افغانستان له اماراتو سره څلور ورځینۍ لوبه پیلوي

۹ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۰۴ ب.ظ -

10

افغانستان په انټرکانټینینټل کپ سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه نن د متحده عربي امارتو لوبډلې پر وړاندې په ابو ظبۍ شیخ ذاید لوبغالي کې پیلوي.

د کریکینفو ویبپانې د معلوماتو لمخې دغه سیالۍ نن د افغانستان پر وخت مخکې له غرمې په لسو بجو شرو کیږي او څلور ورځې به دوام وکړي.

د انټرکانټینینټل کپ سیالۍ د ۲۰۱۵ کال د مۍ میاشتې راپدیخوا د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شوي،چې افغانستان پکې ۶ لوبې کړي پنځه یې ګټلي او یوه لوبه یې له سکاټلنډ سره په مساوي توګه پای ته رسیدلې،چې په ۱۰۱ نمرو د جدول په لومړي مقام کې ځای لري.

اماراتو لوبډلې بیا په ۶ لوبو کې دوه ګټلي درې یې بایللي او یوه لوبه یې له سکاټلنډ سره په مساوي توګه پای ته رسیدلې په ۴۷ نمرو د جدول په څلورم مقام کې ځای لري.

افغانستان له اماراتو سره په تېر انټرکانټینینټل کپ سیالیو کې یوه لوبه ترسره کړې او په مساوي توګه پای ته رسیدلې وه، خو په روانو سیالیو کې یې تر دې دمه کومه لوبه نه ده تر سره کړې.

دواړو لوبډلو تردې دمه پنځه یوه ورځینۍ سیالۍ ترسره کړي،چې درې یې اماراتو او دوه یې افغانستان ګټلي.

همدارنګه د دواړو لوبډلو ترمنځ ۶ شل اوره لوبې هم ترسره شوي،چې پنځه یې افغانستان او یوه یې اماراتو ګټلې.

د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړی، ولي امین احمدزی وایې که افغان لوبډله دغه لوبه په ښو نومرو وګټي نو دانټرکانټینینټل جام سیالیو اتلولي به خپله کړي.

افغانستان یوځل مخکې هم ددې سیالیو اتلولي ګټلې وه.

نصرت الله عمرزی

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .