افغانستان له بنګله دېش د شل اوريزو لوبو لړۍ وګټله

۱۶ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۲۹ ق.ظ -

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د کرېکټ د درې شل اوريزو لوبو لړۍ افغانستان وګټله، د يادې لوبې لومړۍ او دوهمه دواړې افغان کرېکټ لوبډلې وګټلې.

په دوهمه لوبه کې بنګله دېش پچه وګټله او لومړی یې منډې جوړولو پرېکړه وکړه.

افغانستان توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه، راشد خان څلور لوبغاړي وسوځول، نبي بیا دوه او کریم جنت او شاپور ځدراڼ یو کس وسوځاوه.

_101891921__101793816_gettyimages-691989242

د لوبې غوره لوبغاړی راشد خان شو، ده په ۴ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او د بنګله دېش ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

د افغانستان له لوري سمیع الله شینواري تر ټولو ډېرې ۴۹ منډې جوړې کړې، او لوبه یې وګتله.

افغانستان له بنګله ديش څخه دا لړۍ وګټله، که څه هم دریمه لوبه لا پاتې ده، خو افغانستان چې دوه لوبې یې ګتلي د لړۍ ګټونکی دی.

دا دوهم ځل دی چې افغانستان د کریکټ د نړیوالې شورا له دایمي غړي د شل اوریزو لوبو لړۍ ګټي.

له دې مخکې افغانستان له زیمبابوې څخه لوبې او لړۍ ګټلې.

راتلونکې لوبه د جون پر ۷مه ده.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .