افغانستان له زمبابوې څخه د پنځوس اوریزه لوبو لړۍ وکټل

۲۸ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۰۸ ق.ظ -

د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د شل اوریزو لوبو وروسته د یو ورځینیو لوبو لړۍ هم افغان لوبډلې وګټله.

دا د دواړو لوبډلو ترمنځ څلورمه یو ورځینۍ لوبه وه، چې افغان لوبډلې د لس ویکټو او ۱۷۳ توپونو په شتون کې ستر توپیر سره وګټله.

په دې لوبه زیمبابوۍ لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه پیل کړه خو ښه ونه ځلیده.

په ۳۸ اورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځیدل او افغان لوبډلې ته یې د ۱۳۵ منډو هدف ورکړ.

د زیمبابوۍ لپاره توپ وهنه کې کریګ ایروین د ۵۴ ناسوځیدلو منډو په جوړولو سره ښه وځلید.

د افغانستان لخوا توپ اچونه کې مجیب ځدران ۵، راشد خان او محمدنبي دوه دوه او شرف الدین اشرف یو لوبغاړو وسوځاوه.

افغان لوبډلې یاد هدف د شهزاد محمدي او احسان الله جنت په ښه ملګرتیا ۲۲م  اور کې پوره کړ.

شهزاد محمدي ۷۵ او احسان الله جنت ۵۱ ناسوځیدلې منډې وکړې.

د دې لوبې غوره لوبغاړی مجیب ځدران وټاکل شو.

د دواړو لوبډلو ترمنځ په روان ۵۰ اوریزه لوب لړۍ کې څلور لوبې ترسره شوې،چې یوه زیمبابوۍ او درې افغان لوبډلې وګټلې او سیریز یې په خپل نوم کړ.

د دواړو لوبډلو ترمنځ ورستۍ یا پنځمه لوبه یې د روانې فیبروي میاشتې په ۱۹ نیټه د افغانستان پر وخت د ماسپښین په درې بجو پیلیږي

28233487_723907574469423_1306103272_n

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .