افغان حکومت: راستانه شويو کډوالو ته کاري لار برابروو

۲۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۴۸ ب.ظ -

د کډوالو د بېرته راستنېدو سره سم يوه اندېښنه دا راپيدا کېږي چې دوی کاري فرصتونه لري، چې ډېری لوستي ځوانان يې هم بېکاره وي.

افغان حکومت ويلي دي، دوی هغو کډوالو ته کاري زمينه برابروي چې تازه خپل هېواد ته راستنېږي.

د افغانستان حکومت وايي، له ایران او پاکستانه پنځلس زرو ستنو شویو افغان کډوالو ته کاري فرصتونه برابروي. د کار دا پروژه د کلیو د پراختیا وزارت له خوا پیلېږي چې د غالۍ اوبدلو پنځه زره کارخونې به په کې فعالې او ۶۵٪ کارمنانې به یې ښځې وي.

_99976739_05abdeaa-b207-4265-b3a3-aceb74fd887d

د بي بي سي د راپور په حواله، ددې پروژې چارې یوه نادولتي شرکت ته ورکول کېږي چې تازه تړون ورسره لاسلیک شوی.

ددغه شرکت چارواکي وايي تر راتلونکو درو میاشتو به کارخونې فعالې کړي او زرګونه راستانه شوي کډوال به په کار وګماري.

د افغانستان د کلیو پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وايي، دا پروژه به کابل، ننګرهار، بلخ،‌ لغمان،‌ پروان،‌ بغلان،‌ هرات او کندهار ولایتونو کې فعالیت ولري.

ښاغلی کریمي وايي،‌ له دې پروګرامه ۶۵ سلنه ګټه اخیستونکې به ښځې وي.

د نوموړي په وینا،‌ یاد پروګرام به معلولو کسانو ته د کوچنیو سوداګریو فرصتونه هم برابر کړي.

په افغانستان کې د بې کارۍ کچه هر کال ډېرېدونکې ده چې لوی لامل یې ناامني ده‌.

د افغانستان د غالۍ اوبدلو شرکت مشر سید عباس سادات چې د یادې پروژې د ترسره کولو مسؤول دی،‌ وايي یاد پروګرام به ښځو ته لومړیتوب ورکوي.

تېره اونۍ نړیوال بانک خبرداری ورکړ چې افغانستان کې د بې روزګارۍ ‍ډېرېدل ښايي ددې لامل شي چې هېواد ته د ناقانونه کډوالو ستنېدل به په کور د ننه بې ځایه شویو شمېر ډېر کړي.

د کډوالو د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې،‌ د روان ۲۰۱۸ کال له پیله تر ۵۰ زرو ډېر کډوال له پاکستان او ایران نه افغانستان ته راستانه شوي.

همدارنګه،‌ دا مهال پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال اوسېږي، چې افغانستان ته د ستنېدو لپاره دوې میاشتې ضرب الاجل ورته ټاکل شوی.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .