افغان حکومت: پاکستان دې د افغانستان او هندوستان له دوستیه انديښنه نه کوي

۲۲ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۳۴ ق.ظ -
    ارګ وايي، له هندوستان سره د افغانستان د نویو اړیکو له اړخه دې پاکستان کوم تشویش نه کوي. تر هغې وروسته چې د امریکا نوي ولسمشر د سویلي اسیا لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړه، په سیمه کې هند لومړنی هېواد دی چې له افغان پوځ سره يې د مرستې اعلان وکړ. ولسمشر ټرمپ په خپلې نوې تګلاره کې په زغرده وویل چې هند باید په افغانستان کې خپل رول  پراخ کړي. د مشرانو جرګې غړی حسیب کلیمزی د هند پوځي مرسته  د پاکستان په مقابل کې خورا مهمه بولي او باور لري چې د هند دا اقدام به پاکستان نور هم ورخطا کړي.  
د افغانستان او هند ترمنځ د همکارۍ دا نوی تړون په هند کې بهرنیو چارو د سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او د هند د بهرنیو چارو د وزیرې سوشما سوراج ترمنځ لاسلیک شوی دی.  
دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې د ترهګرۍ په ضد مبارزې کې به هسې چټکې او همغږې کړي. د پوځي کارپوه عمر ساپي په باور افغانستان د پاکستان ناسم نیت مجبور کړ چې د پاکستان له ستر رقیب سره پوځي اړیکې هم وغځوي. پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېلوال ویلي، اسلام اباد دې د کابل او نوي ډيلي ترمنځ اړیکو ته له مثبت لوري وګوري او موږ ډاډ ورکوو چې له هند سره ملګرتیا مو د پاکستان په زیان نه ده.
افغان حکومت: پاکستان دې د افغانستان او هندوستان له دوستیه انديښنه نه کوي

افغان حکومت: پاکستان دې د افغانستان او هندوستان له دوستیه انديښنه نه کوي

بلخوا د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي، له نوي ډیلي سره د کابل اړیکې ددې لپاره نه دي چې پاکستان ته زیان ورسیږي. هند په تېرو شپاړسو کلونو کې له افغانستان سره په ملکي برخه کې ډېرې مرستې کړي چې دې مرستو ته يې پاکستان د شک په سترګه ګوري، خو له افغان پوځ سره د هند د نوې پوځي مرستې د ژمنې په برخه کې لا پاکستان کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.  

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .