افغان لوبډله به له اردن سره دفوټبال سیالي وکړي

۱۴ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۲۷ ق.ظ -

16

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۹ میلادي کال د ملتونو د جام سیالیو ته د لار موندلو په هدف د سې شنبې په شپه له اردن سره لوبېږي. د فوټبال فدارسیون د تخنیک ډایرکټر طاهر رووفي رسنیو ته وویل چې دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې نهه نیمو بجو پلېږي . د تېرې پنجشنبې په ورځ د فوټبال ملي لوبدلې په یوه دوستانه سیالۍ کې ۲ د صفر پر وړاندې له عمان څخه ماته وخوړه. افغانستان له اردن، کمبودیا او ویتنام سره په یوه ګروپ کې ځای لري. اردن د څلورو امیتازونو په درلودلو لومړی، کمبودیا د درېو امتیارونو په درلودلو دوهم او یتنام د ۲ امتیازونو په درلودلو سره درېیم مقامونه لري او افغانستان د یوه امیتاز په لرلو سره، د جدول په اخر کې ځای لري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .