افغان ١٩ کلنه لوبډله د نړيوال جام سياليو کې لومړۍ لوبه له پاکستان سره کوي

۲۲ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۲۱ ب.ظ -

۱۰

د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډله به د نړيوال جام سياليو کې سبا خپله لومړۍ لوبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کوي.

د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو په ګډون د کرکټ نړيوال جام پنځوس اووريزې سيالۍ سبا د مرغومي په ٢٣مه، په نيوزيلينډ کې پيلېږي.

ياد هېوادونه په څلورو ګروپونو کې وېشل شوي دي، افغانستان په  (د) ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او ايرلينډ سره راغلى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ وياندفريد هوتک د مرغومي په ٢٢مه، له نيوزيلينډ څخه د ټيلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ١٩ کلنو ملي لوبډله  به سبا خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره ترسره کوي.

هغه زياته کړه چې د ١٩ کلنو لوبډلې له تېرو څه دپاسه درېيو اوونيو راهيسې په نيوزيلينډ کې ښه تمرينونه  ترسره کړي او د نيوزيلينډ له لوبغالو او هوا سره بلد شوي دي.

هوتک وايي،ملي ١٩ کلنې لوبډلې په تمريناتي لوبو کې د بنګله دېش پياوړې لوبډلې او څلورو ځايي لوبډلو ته ماتې ورکړې او لوړ مورال لري.

بلخوا د ١٩ کلنې ملي لوبډلې لوبډلمشر  نوين الحق وايي، دوى د نړيوال جام ټولو سياليو او په ځانګړې توګه د پاکستان پر وړاندې سياليو لپاره بشپړ چمتووالى لري.

هغه زياته کړه، دوى له نړيوال روزونکي څخه د لوبې په هره برخه کې ښه روزنه ترلاسه کړې او هڅه به وکړي  چې خپل سيالان مات کړي.

د نوموړي په وينا، د ١٩ کلنو ملي لوبډلې تر دې مخکې په اسيايي سياليو کې پاکستان ته دوه ځلې ماتې ورکړې او پاکستان اوس هم ددوى تر فشار لاندې دى.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .