افغان کرېکټ غوره ليک؛ پکتيا لوبډلې بلخ مات کړ

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۴۷ ب.ظ -

د افغانستان کرېکټ غوره ليګ سياليو کې پکتيا لوبډلې بلخ لوبډلې ته په ۳۷ منډو ماته ورکړه.

پچه بلخ وګټله او پکتیا ته یې د منډو جوړړلو بلنه ورکړه.

د پکتیا د لوبې پيل ښه و، او یوازې په ۱۰ اورونو کې یې خپلې ۱۰۰ منډې پوره کړې.

د لوبډلې کپتان محمد شهزاد یوازې په ۲۱ توپونو ۴۲ منډې جوړې کړې.

له ده سره احسان الله جنت هم ښه ملګرتیا وکړه او په ۲۸ توپونو یې ۴۷ منډې جوړې کړې.

_103800109_paktia

تر دوی دواړو وروسته کامرون ډېلپورټ ښه لوبه وکړه او د پکتیا لوبډلې ته یې په ۴۸ توپونو ۷۰ منډې وکړې.

په پای کې پکتیا په خپلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۴ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د بلخ لوبډلې توپ وهونکي ونه توانېدل چې تر ډېره پر وېکټه پاتې شي.

د پنجشنبې پر ورځ به کابل ځوانان له کندهار او بلخ به له ننګرهار سره لوبه کوي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .