الکوزى: د هند په هوايي ډګرونو کې له افغان سوداګرو زياته ماليه اخيستل کېږي

۲۲ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۲۲ ق.ظ -
  د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د افغانستان- هند هوايي دهلېز له لارې د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۶۰ ټنه لنده او وچه مېوه هند ته صادر شوې ده. د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل، د هوايي دهلېز له پرانیستل کېدو راهیسې له کابل او کندهار څخه هند ته ۶ الوتنې شوې چې پنځه یې له کابل او یوه یې له کندهار څخه وه. هغه زیاته کړه، تر دې مهاله له همدې لارې ۳۶۰ ټنه لنده مېوه (زردالو، خټکي او انګور) او ۱۰۰ ټنه وچه مېوه او طبي بوټي هند ته لېږدول شوي دي. دی وايي اوسمهال، یوازې له کابل او کندهار څخه د الوتنو امکانات برابر شوي، خو وروسته به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي. د الکوزي په خبره، له کابل هوايي ډګر څخه په شوو الوتنو کې د مرکزي زون د یو شمېر ولایتونو پروان، کاپیسا، لوګر، وردګ او ان غزني ولایت څخه مېوې او بېلابېل طبي بوټي صادر شوي دي. هغه یادونه وکړه، له کندهار څخه ځکه یوازې یوه الوتنه شوې چې یو شمېر تخنیکي ستونزو په پیل کې دغه لړۍ له ستونزو سره مخامخ کړه.  
  ده وویل: ((د هوايي دهلېز له لارې هند ته د مېوو د لېږد تړون د اریانا افغان هوايي شرکت په وسیله له یوه بهرني هوايي شرکت سره شوی و، خو هغوی پر خپله ژمنه ونه درېدل او پر وخت یې کارګو الوتکه چمتو نه کړای شوه، بالاخره دغه قرارداد فسخه او پر ځای یې له کام ایر سره قرارداد وشو، چې اوس دا ستونزه هواره شوې ده.  
  الکوزى زیاتوي، نوې چمتو شوې کارګو الوتکه په اوونۍ کې دوه ځله هند ته الوتنې کوي او هر ځل د ۱۰۰ ټنه توکو د لېږد وړتیا لري. دغه راز ده یادونه وکړه چې له کندهاره د الوتنو د ځند بل لامل دا و چې هلته سوداګرو په خپل لګښت یخچال لرونکي کانټینر چمتو کړل چې په وسیله یې پاکستان او د دغه هېواد د واګه بندر له لارې هند ته مېوې لېږدوي. نوموړي وویل، هره ورځ د سپین بولدک او تورخم له لارې پاکستان او هندوستان ته له ۲ تر ۲،۵ زره ټنه مېوه صادرېږي. خو الکوزي خبر ورکړ چې په کندهار کې د انارو د حاصلاتو له ټولولو سره به یو ځل بیا هند ته د کارګو الوتکو الوتنې پیل شي. د سوداګرۍ خونې مرستیال د افغانستان- هند هوايي دهلېز له لارې د صادراتو په برخه کې د ځینو ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل دا سمه ده چې د هوايي دهلېز له لارې یو کیلوګرامه مېوه په ۲۰ سینټه کرایه لېږدول کېږي خو د هند په هوايي ډګرونو کې له سوداګرو په پراخه اندازه مالیات اخیستل کېږي.          
  دی وايي، دغه ستونزه یې له ارګ او اړوندو نورو چارواکو سره شریکه کړې، خو لا حل شوې نه ده، د ده په خبره، دغه ټکسونه او مالیات د افغانستان د مېوو بیه لوړوي او په هند کې د نورو هېوادونو د مېوو له مارکېټ سره سیالي نه شي کولای.  
د افغانستان د صادراتو د پراختیا مسوول میر زمان پوپل هم وايي چې د افغانستان- هند هوايي دهلېز له لارې د مېوو د لېږد په برخه کې ستونزې شته چې هغوی یې د حل لپاره کار کوي. هغه وويل، په ټولیزه توګه کومه وچه مېوه چې له افغانستان څخه هند ته صادرېږي نو ځانګړي ټیسټونه او سرټیفیکټونه ته اړتیا لري چې باید ترسره شي. د ده په خبره، اوس یې د دغو چارو د حل لپاره هڅې پيل کړې او له دې وروسته به هره مېوه خپل ځانګړی سرټیفیکټ ولري او دغه لړۍ به معیاري شي. پوپل هم خبر ورکړ چې د راتلونکې جمعې په ورځ به یو ځل بیا له کندهاره هند ته د هوايي دهلېز اړوند الوتنې پیل شي چې په لومړۍ الوتنه کې به ۲۵ ټنه لنده مېوه او ۱۵ ټنه وچه مېوه دغه هېواد ته صادر شي. د کندهار سوداګر که څه هم د الوتنو بیا ځلې پيل کېدو ته خوښ دي، خو اندېښمن هم دي. د لندې مېوې یوه سوداګر جلال الرحمن شرر وویل، له بده مرغه له کندهار څخه لومړی ځل داسې مهال الوتنې پيل شوې چې د مېوو د حاصلاتو ټولولو موسم نه و پيل شوی او اوس دویم ځل بیا داسې مهال پيل کېږي چې د انګورو د حاصلاتو ټولولو وخت پای ته رسېدونکی دی. نوموړي وویل، همدا اوس سوداګر پرېشانه دي چې څنګه یوه اندازه انګور چمتو کړي څو د هوا له لارې هند ته ولېږدول شي، ځکه د انګورو موسم پای ته رسېدلی او ډېر کم موندل کېږي. هغه د الوتنو ځنډ له کندهار سره ناانصافي وګڼله او ویې ویل چې دغې چارې سوداګر سخت زیانمن کړل.  
 
  د ده په خبره، اوس چې بیا له کندهاره الوتنې پیل کېږي، سوداګر اندېښمن دي چې داسې نه وي دغه لړۍ بیا له ستونزو سره مخ شي او الوتنې وځنډېږي. نوموړي د افغانستان د سوداګرۍ خونې له چارواکو غوښتنه کوي چې د الوتنو بیا پيل کېدونکې لړۍ دې جدي وڅاري څو بیا و نه درېږي او سوداګر یو ځل بیا زیانمن نه شي. د کندهار ګڼ شمېر نور سوداګر هم د هوا له لارې د مېوو د لېږد د لړۍ دوام او پراختیا غواړي او وايي، د ځمکنۍ لارې په پرتله د هوا له لارې هند ته د مېوو د لېږد هم ارزانه او هم اسانه دی. د ځمکې له لارې هند ته د مېوو لېږد ۶ ورځې وخت اخلي او پر یوه کیلو ګرام ۶۰ سینټنه لګښت راځي، خو د هوا له لارې د مېوو لېږد په څو ساعتونو کې ترسره کېږي او پر یوه کیلوګرام ۲۰ سینټه لګښت راځي. د افغانستان- هند هوایي سوداګریز دهلېز څو میاشتې وړاندې د ولسمشر له خوا پرانیستل شو چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقت  
الکوزى: د هند په هوايي ډګرونو کې له افغان سوداګرو زياته ماليه اخيستل کېږي

الکوزى: د هند په هوايي ډګرونو کې له افغان سوداګرو زياته ماليه اخيستل کېږي

صادي کچې لوړول او د ترانزیټې موانعو لیرې کول دي. په دې لړ کې له کندهار څخه یوازې یوه الوتنه شوې چې ۴۰ ټنه وچه او لنده مېوه په کې بار وو او هند ته صادر شول. خو چارواکي وايي چې له دې ولایت څخه به یو ځل بیا الوتنې پیل شي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .