امريکايي سناتورانو د افغان جګړې پر اوږدېدو غبرګون ښودلی

۱۹ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۲۲ ب.ظ -

امریکايي سناتورانو د افغانستان د روانې جګړې پر اوږدوالي او د امریکا پر بې پرواییو غبرګون ښودلی دی.

دوی په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه بې ضرورته بللې ده او په وینا یې د امریکایانو مالیات په داسې یوه جګړه لګول کېږي چې امریکا ته هېڅ ګټه نه لري.

 امریکایي سناتورې الیزابت وېرېن په یوه ټوېټ کې لیکلي دي، د افغانستان جګړه اتلسم کال ته د ننه شوه، سلګونه امریکایان پکې ووژل شول، هر کال میلیاردونه ډالر ورباندې لګېږي خو د امریکا موخې لا هم تر لاسه نه شوې.

43701056_2056408117714116_8001511926280486912_n

د نوموړې په وینا ددې وخت دی چې امریکا په افغانستان کې پر خپلو سیاستونو کتنه وکړي او پر دې فکر وکړي چې څنګه له افغانستان خپل ځواکونه وباسي.

وېرېن وايي موږ باید په دې ځان پوه کړو، چې د امریکا جګړه په افغانستان کې د څه لپاره مهمه ده او ولې امریکایي حکومت په دې برخه کې بې پروايي کوي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .