امريکا: له افغانستانه د ګډ دښمن تر بشپړې نابودۍ پورې ددغه هېواد ملاتړ کوو

۲۲ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۴۶ ب.ظ -

د امريکا دفاع وزير وايي، د کابل پروسې په کنفرانس کې طالبانو سره د سولې د وړاندیز او پاکستان سره د دولت په دولت مذاکراتو ملاتړ کوي.

له ارګ څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي، دغه خبرې له ولسمشر اشرف غني سره په کابل کې په کتنه کې کړې دي.

سرچينه کاږي، ولسمشر محمد اشرف غني، نن ماسپښين د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر جیمز مټیس چې د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.

سرچينې د جيمز مټيس له قوله ويلي: “د امریکامتحد ایالتونه د کابل پروسې په کنفرانس کې له طالبانو سره د سولې د وړاندیز او پاکستان سره د دولت په دولت مذاکراتو او همدارنګه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو ملاتړ کوي.”

ده زیاته کړه، د کابل پروسې په کنفرانس کې د افغانستان  حکومت د سولې وړاندیز نه یواځې زموږ د ملاتړ وړ دی، بلکې ټوله دنیا یې ملاتړ کوي چې عملي او په افغانستان کې د پایدارې سولې لامل شي.

ولسمشر غني د کابل پروسې کنفرانس کې چې د کب په ٩مه ترسره شو، د سولې په اړه د حکومت ليدلورى وړاندې کړ.

جیمز مټیس یو ځل بیا تروریزم سره په مبارزه او د امنیت په ټینګښت کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او زړورتیا وستایله او له افغانستان څخه د ګډ دښمن تر بشپړې نابودۍ پورې د خپل هېواد په ملاتړ ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې په حواله، په دې کتنه کې ولسمشر غني وویل چې د جنوبي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو ستراتيژۍ فضا بدله کړې او د دې زمینه یې مساعده کړې ده چې د سولې پر پروسې تمرکز زیات شي؛ په همدې خاطر دوى د کابل پروسې کنفرانس کې طالبانو ته د سولې او پاکستان سره دولت په دولت د مذاکراتو هر اړخیز وړاندیز وکړ.

هغه څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو په عملي او هر اړخیز پلان کار کوي.

ده ټینګار وکړ چې د کډوالو راستنېدل او بیا مېشتېدنه په هېواد کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي.

ولسمشر وايي، لکه څنګه چې حکومت د سولې پروسې بریالیتوب ته ژمن دی، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له وطن او خلکو څخه د دفاع په خاطر خپله مبارزه جاري ساتي.

په دغه کتنه کې د ملي وحدت حکومت اجرايیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله وويل چې د سولې پروسې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ په افغانستان کې د پایداره سولې راوړلو کې ځانګړی ارزښت لري.

نوموړي د امريکا له خوا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د نظامي مرستو مننه او قدردانی وکړ.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په دې کتنه کې دغه راز دواړو غاړو په افغانستان او سیمه کې تروریزم سره د مبارزې، نشه يي توکو سره د مبارزې په ځانګړي ډول د هغو د تولید او پروسس مرکزونو د ویجاړولو او همدارنګه د ټاکنو د امنیت په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

غني او د امريکا دفاع وزیر

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .