امريکا پر ايران بنديزونو کې د چابهار بندر مستثنى کړ

۱۷ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۵۱ ق.ظ -

د امريکا د بهرنو چارو وزير مايک پومپيو پر ايران اقتصادي بنديزونو کې د چابهار بندر مستثنی اعلان کړی او ويلي یې دي چې دغه کار يې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره کړى دى.

هغه زياته کړې چې له چابهار بندره تر افغانستان پورې د اورګاډې د ليکې غځول به هم له بنديزونو څخه مستثنی وي.

د نوموړي په وينا، دغه فعاليتونه د افغانستان د پرمختګ او د بشري مرستو لپاره ضروري دي.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت دا هم وایي چې افغانستان به له ایران څخه د تېلو وارداتو ته هم دوام ورکړي.

د امریکا د ولسمشر ټرمپ د اتومي وسلو پر سر له موافقې تر وتلو وروسته پر ایران اقتصادي بندیزونه يو ځل بيا عملي شوي دي.

د يادونې ه،  څو ورځې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوې مرستيالې اېلس وېلز په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره د خبرو پر مهال د چابهار پر بندر خبرې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سوداګرو او د اقتصادي چارو ځينو کاروپوهانو له امريکا غوښتي وو چې چابهار له دغو بندیزونو مستثنى کړي.

ایران د چابهار بندر تېر کال  پرانیست چې د هند، افغانستان او مرکزي اسیا هطوادونو ترمنځ به سوداګریزې او اقتصادي راکړې ورکړې پیاوړې او اسانه کړي.

چابهار بندر

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .