امریکا او روسیې د افغانستان د کړکېچ د حل په اړه خبرې کړي

۲۱ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۳۱ ب.ظ -
  ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی وايي، د امریکا د ملي امنیت سلاکار د روسیې د ملي امنیت شورا له غړیو سره په کتنه کې په افغانستان کې له مسکو سره همکارۍ ته چمتووالی وښود. په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا وویل، د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مک مستر د افغانستان د کړکېچ په هواري کې د مسکو د همکارۍ هرکلی وکړ. د امریکا د ملي امنیت سلاکار تیره ورځ د روسیې د ملي امنیت شورا له غړیو سره لیدلي دي. نبنزیا د افغانستان په اړه د روسیې او امریکا همکارۍ ضروري وبلله. تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې ویلي و چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې له امریکا سره ګډې هلې ځلې کولی شي او باور لري چې ګډې هڅې به اغېزمنې وي. روسيې استازی

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .